د ځواب شعر – ایمل جلال

د ځواب شعر – ایمل جلال

»»»»»»»
۲ – ۳ اونۍ وړاندې د اکتوبر د انقلاب ۱۰۲مه وه. البته مارکس د کارګري انقلاب وړاندوینه کړې وه خو د اکتوبر انقلاب او بیا وروسته د پخواني شوروي اتحاد رامنځته کېدل هغه څه نه وو چې مارکس یې وړاندوینه کړې وه.
خبره مې دا کوله چې مارکسیزم د یوې سیاسي – اقتصادي تیورۍ ورها خوا تر ډېره بریده انتقادي تیوري ده. همدا انتقادي اړخ دی چې مارکسیزم ته یې د فرهنګ، ادبیاتو او هنر په ګډون د ټولنیزو علومو په هره برخه کې د څه ویلو صلاحیت ورکړی دی.
په نورو ژبو کې د ټولنیزې بې عدالتۍ پر وړاندې مارکسیست محوره فرهنګ، هنر او ادبیاتو خورا پرمختګ کړی. خصوصاً په روسیه کې د نیکولای استرافسکي، ماکسیم ګورکي، چنګیز ایتماتوف په څېر لسګونو نورو لیکوالو د حاکم سیستم پر وړاندې غږ پورته کړ. په اروپا، لاتینې امریکا او آسیا کې هم ورته مخالفې څېرې شته دی. په افغانستان کې د کمونیستي انقلاب په محور کې هم یو شمېر افغان لیکوالو هم ادبیات تولید کړل خو زه فکر کوم چې ددې ادبیاتو لویه برخه د شوروي اتحاد د ادبیاتو تقلید و. حتا د تره کي په ناولونو کې د استرافسکي او ایتماتوف تقلید شوی او په فرهنګي لحاظ ځايي رنګ او بوی نه لري. د دوی استدلال دا و چې د نړۍ کارګران او زحمتکشان له یو بل سره توپیر نه لري. ټول سره یو دي. ټول د کاپیټالیستي استکبار لخوا ځپل شوي او د ټولو هدف ددې استبکار خاتمه ده.
حال دا چې دوی د فرهنګ پدیده له پامه غورځولې وه. د افغانانو، ختیځې اروپا، لاتینې امریکا او ځینو آسیايي هېوادونو د په اصطلاح کارګرانو فرهنګي هویت له یو بله توپیر درلود. حتا افغاني کمونستانو د کاپیټالیزم پر ځای فیوډالیزم سره مبارزه کوله!
له بده مرغه په افغانستان کې له فرهنګي لحاظه د بومي انتقادي ادبیاتو منځپانګه د نورې نړۍ په پرتله کمزورې ده.
د ځواب له شعر سره له اوږدو کلونو آشنا یم. دده ټوله شاعري نه بلکې یوه برخه یې د مارکسیزم له انتقادي تیورۍ متاثره بولم. د ځواب لخوا ټولنیزې بې عدالتۍ پر وړاندې د غږ پورته کولو لپاره د مارکسیزم لوستل شرط نه دي. دغه شعور چې د بې عدالتۍ ریښه د ټولنې د حاکمې طبقې په وجود کې مطرح کوي، په خپل ذات کې مارکسیست شعور دی. د « خان، ملک، ملا، حاجي، چارواکي، زورواکي، ټوپکسالار، جنګسالار حتا تکنوکرات او …» کرکټرونه د اوسنۍ حاکمې طبقې لپاره قالبونه دي چې ځواب یې په مسلسل ډول او بېلابېلو فورمونو کې کاروي.
ځواب د «حاجي» په نامه یو شعر لري چې د مارکسیست انتقادي سبک تر ټولو په زړه پورې نمونه ده او زما ډېر خوښېږي.
د پښتو شعر د مدیریت په اړه پخوا هم بحثونه شوي دي. یو مهم بحث او پوښتنه دا ده چې « هنر د هنر لپاره که هنر د خلکو لپاره؟» یعنې په ټوله کې د هنر او په ځانګړي ډول د شعر پر پیغام بحث ته زمینه برابرېږي. دا پوښتنې چې شعر باید پیغام ولري کنه؟ پیغام باید د شاعر د ذهن محصول وي که د ټولنيز واقعیت؟ آیا د فرهنګي واقعیت، فردي او ټولنیزې تجربې پرته شعر ممکن دی؟ په شعر کې د تقلید نقش او حدود تر کومه بریده دي؟ او…‌
ځواب پدې توانېدلی چې په خپل شعر کې پورتنۍ پوښتنې تر یو بریده ځواب کړي.
قلم دې تاند وي!



جلال د ځواب شعر
t