لوګر: د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

لوګر: د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د کلنګار جهادي د هلکانو لېسې د ۱۵ ټیمونو تر منځ د فوټسال ټورنمنټ پیل شو.
دغه ټورنمنټ د پوهنې ریاست د بدنې روزنې او سپورټ مدیریت له خوا جوړ شوی ، چې ۲۰ ورځې دوام کوي.
په دې ټورنمنټ کې د یادې لېسې د فوټسال ۱۵ ټیمونو او ۱۸۰ لوبغاړو ګډون کړی، چې هره ورځ دوه لوبډلې سره لوبېږي.
د دغو سیالیو د جوړولو موخه په یاد ښوونځي کې د فوټسال لوبې ته پرمختګ ورکول او هم د فوټسال د غوره لوبغاړو معلومول دي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ له دې مخکې هم د والیبال، فوټبال، کرکټ او فوټسال سیالۍ جوړې شوي.




t