هغه وخت چې مزدور وم؛ يوه خاطره او يو ياد / بصيرالحق عادل

هغه وخت چې مزدور وم؛ يوه خاطره او يو ياد / بصيرالحق عادل

ژوند د ستونزو او کړاو نوم دی. که يو څوک هر څومره امکانات ولري بيا به هم ژوند ډغرې ورکوي او ځپي به يې. خو تر ټولو بريالی او هوښيار انسان هغه دی چې د ژوند له ستونزو سره په هنر مقابله وکړي او د ژوند د کړاويز مزل بريالی سفر وکړي.

ارواښاد قلندر مومند فرمايي:

ژوندون، لټون، مينه، مرګی او حساب

څومره کارونه مې پر سر پراته دي

زما ژوند هم د عجيبو داستانونو ټولګه ده او د يوې – يوې خاطرې په ليکلو غواړم [زما ياد زما ژوند] په نوم کتاب ترتيب کړم. ډېرې خاطرې مې ليکلي دي او که ژوند وو، نورې به هم وليکم. هره خاطره يوې ورځې، يوې پېښې او يو ياد پسې راياديږي.

نن د کاريګر ورځ ده، په همدې پلمه مې دا يوه خاطره ليکم.

د کونړ عمراخان عالي لېسه کې د نهم ټولګي زده کوونکی وم. ازموينې رانزدې شوې، قلم، کتابجه راسره نه وه، فکر مې ډېر خراب و، تنکی ځوان وم. لاړم د کونړ په لوی جومات چې [د دم کلي] جومات هم ورته وايي، نوی تعمير يې جوړېده، هلته مې روزانه / دياړي پيل کړه، څو ورځې مې پرلپسې کار وکړ او خپلې ستونزې مې پرې هوارې کړې.

د سرکاڼو ولسوالۍ د امنيتي سرتېرو يوې قرارګاه کې مې په دې خاطر دياړي شروع کړه چې کورني مجبوريتونه وو، کوچنی وم، په سرو غرمو کې بېلچه په لاس کار کاوه، يو ځوان له لاسه ونيولم، زما لاسونه يې خپلو لاسونو کې ونيول او راته ويې ويل: «دا لاسونه خو د مزدورۍ نه دي، ته څه شي مجبوره کړی يې چې کار کوې؟»

ما د زده کړو پر مهال له ماشومتوبه تر اوسه، له ښوونځي تر پوهنتونه، ټول امکانات تقريباً پخپله ځانته چمتو کړي دي، د هلمند د هلکانو د لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی وم، له نيستۍ مې د هلمند بست پوهنتون کې مزدوري شروع کړه، د بست پوهنتون وداني هغه وخت تازه جوړېده. لا د پوهنتون نوم پرې نه وو اېښودل شوی. سهار به په يخنۍ کې چې ژامې به مو ګړزېدې له خپل بل کليوال سره لاړم، هلته به مو اور بل کړ، لاسونه به مو تاوده کړل، بيا به مو سيمېنټ او ريګ ګډ کړل او خپل کار به مو پيل کړ. خو چې ماذيګر به شو دومره به خوښ وم لکه جنت ته چې روان يم. اوس چې کله له دفتره کور ته راځم او کاريګر ووينم مسکې شونډې کور ته روان وي، هغه وخت، هغه شېبه او هغه خوښي مې راياده شي.

زما يو بيت دی:

سهار له کوره چې هغه شي مزدورۍ ته روان

ستړی ستومانه زنګېدلی بيا ماښام ته راځي

حلاله روزي ګټل عبادت دی، هغه پيسې چې  د لاسونو په تڼاکو پيدا شي، برکت پکې وي، لذت پکې وي او انسان يې په احتياط لګوي.

هغوی بختور دي چې په يو ډاډمن سهار او امن لرونکې ورځ سهار له خپلې مور رخصت اخلي او د روزي پيدا کولو پسې له کوره وځي.

زما د يو غزل بيت دی:

ټوټه څادر يې پورته کړ روان شو مزدورۍ ته

پاچا وو چې په شنه سهر مورکۍ ورځارېدله

امن دې وي، روغ صحت دې وي او د وطن د ابادۍ پر لور دې د هر ځوان قدمونه اوچت وي.

يو شاعر وايي:

راځه پۀ مزدورۍ دې د وجود غوښې اوبۀ کړې

راځه جامې دې وڅنډم لۀ ګرده، ستړی مۀشې!

۱۳۹۸، د ثور يوولسمه



تبصره وکړئ

avatar