افغان کرنيز توليدات ولي نړيوال بازار نه لري؟

افغان کرنيز توليدات ولي نړيوال بازار نه لري؟

رحمت الله کاکړ د زابل د پوهنتون رئيس

بدبختانه بايد ووايم، چي موږ نه په دې باره کي سمه پالېسي لرو او نه هم څوک ورڅخه خبر دي، بزګر ته باید دا معلومه وي، چي زما کښت څوک خوري او یا هم څوک یې غوښتنه لري، څنګه او په کوم معیار یې غواړي او همدارنګه ځایي تجاران باید په دې خبر او پوه وي، چي په کوم قیمت او معیار او په کوم وخت کي د نړیوال مارکېټ تجاران د افغان توليداتو غوښتونکي دي. همدارنګه د هغو هيوادونو سره چي زموږ سره په دې هکله راکړه ورکړه لري، د هغو هیوادونو تر منځ تجارتي اړیکي ډېري مهمي دي، چا دا هم بېلي پالېسۍ او کار ته اړتيا لري، ولي دلته هر څه پر نیست حساب دي. په نړیوال مارکېټ کي دا ضروري ده، چي پرمختګ هغه وخت لیدل کېږي، چي په هغه صورت کي زیاته ګټه کښت کوونکي او خوړونکي ته رسېږي، چي په دې سره تر ډېره ځايه بیا هم بزګر د کښت لپاره لېوالتیا پيدا کوي او هم هغه څوک چي له یادو محصولاتو څخه خوراک کوي، غوښتنه زیاتېږي او په پای کي یې تجار کوښښ کوي، تر څو پر صادراتو او وارداتو کار وکړي، چي په دې سره ياد سوداګر هم له دې ګټي څخه مستفيد سي. په داسي حالاتو کي د حکومت دنده دا ده، چي اسانتیاوي برابري کړي. که چېري کوم محصول بازار پيدا نه کړي، حکومت یې باید رانيسي او په مصرف یې ورسوي. نو په داسي حالاتو کي د بزګر لپاره دوه مارکېټه پيدا سول، یو د تجار او بل هم خپله حکومت. نو مالومه خبره ده، چي لېوالتیا ‌‌‌‌‌‌ډېرېږي او زراعت خود-بخوده ورسره رشد او پرمختګ کوي. که چېري وکتل سي، نو نړیوال مارکېت هم په لوړ معیار زراعتي محصلاتو ته پر ټاکلي وخت ارزښت ورکوي، ولي بدبختانه چي دلته بزګران د غربت سره مخ دي، هغه که په هر قیمت وي، دوی د ځایي مارکېټونو څخه استفاده کوي . او همدارنګه نړیوال مارکېټ ته د لار موندني لپاره ضروري ده چي د بزګر، تجار او مصرف کوونکي تر منځ اړیکي او د ضروریاتو تشخیص ډېر اړین دی، چي دلته زموږ په هیواد کي دا دود ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېر کمرنګه دی، که دا دود رامنځ ته سي، کښت به وده وکړي، تجار به يې د خرڅلاو په خاطر غوښتونکی سي او خوړونکی یا مصرف کوونکي به یې زیاتېږي. یو څه چي دلته مهم برېښي هغه د يخو خونو (سټورونو) او د ترانسپورټي اسانتیاوو نه شتون دی.

عزت الله قيام  ملي سوداګر

افغانستان د اسیا په لویه وچه کي پروت یو کرنیز هیواد دی، چي د افغانانو د اقتصاد په پیاوړتیا کي زیات تمرکز پر کرهڼه کوو، لکه څنګه چي لازمه وه حکومت کروندګرو ته هغه زمینه نه ده برابره کړې، لکه هوايي دهلېزونه، د مېوو لپاره سړي خوني، علمي سمینارونه، اصلاح سوي تخمونه، اصلاح سوي نیالګي او داسي نور. نو همدا وجه ده چي افغان کرنیز تولیدات نړیوال بازار نه لري. بله موضوع د ګاونډيو ملکونو تعصبي چلند دی، د بېلګي په ‌ډول، پاکستان هیواد زموږ پر انارو د تېر کال په پرتله درې چنده تعرفه لوړه کړې، چي دا ښکاره د افغان کروندګرو په حق کي ظلم دی.

سید رفېع الله قلم د هلمند ولايت د کرني ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ مسؤل

افغان کرنيز محصولات چي هر هيواد ته صادر سوي دي د ښه کیفیت او کمیت له پلوه یې ښه نوم خپل کړی دی. د ځینو غیردولتي نهادونو په مټ افغان کرنيز محصولات او یو شمېر مېوه جات چین، هندوستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته لېږدول سوي دي چي په یادو هيوادونو کي په لوړ قیمت پلورل سوي دي. په ټوله کي د افغان کرنیزو محصولاتو لپاره څنګه چي لازمه ده بازار وجود نه لري، چي عمده لامل یې په هيواد کي د یخو خونو او پروسس د مراکزو نه شتون یادولای سو.  د افغان کرنیزو محصولاتو زیاته برخه ګاونډیو ملکونو ته تر انقال وروسته ممکن هلته د پروسس تر مراحلو وروسته بهرنیو هيوادونو ته د ګاونډيو هيوادونو په نوم صادرېږي. که چېري په کوردننه د یخو خونو تر څنګ، د مېوه جاتو او سبزیجاتو د پروسس مراکز ورغول سي او ټول زراعتي محصولات بسته بندي او درجه بندي سي، په دې صورت کي آزاد تجاران او کرنیز کاروباریان کولای سي زموږ زراعتي محصولات نورو هيوادونو ته ولېږدوي او له مخي به یې د بزګر تر څنګ، د ټولو ښکېلو اړخونو اقتصاد ښه سي.

لعل محمد صفا د پوهنتون يو تن استاد

هر هغه محصول نړیوال بازار پیدا کوي، کوم چي د نړیوال معیار خاوند وي. افغان کرنیز تولیدات لومړی داخل د هیواد بسنه نه کوي. په دوهم قدم کي زموږ کرنیز تولید نه معیاري دی او نه هم موږ دومره تجارتي اړیکي لرو چي خپل تولید ته نړیوال بازار پیدا کړو. تر ټولو لومړی لازمه ده چي خپل زراعت معیاري کړو، معیاري په دې مانا نه چي د نړیوالو په اندازه دي ټول اصول برابر وي، خو دومره باید وویل سي، درست دی چي موږ ځيني حاصلات لرو لکه انار؛ انګور؛ پسته او چلغوزي، چي که واقعي بازارموندنه ورته وسي د نړیوالو پام ځان ته اړولای سي. هېره دي نه وي چي موږ نه بحر ته لاره لرو او نه هم رېل پټلۍ، چي زموږ تولید دي پر وخت بازار ته ورسېږی، اکثر وختونه زموږ تازه مېوې لکه انار او انګور چي حاصل ته ورسېږي، نو پر همدې وختونو ګاونډي هیوادونه یا وېزې لوړي کړي او یا هم پر بارډر باندي داسي ستونزي جوړي سي چي هغه زموږ د کرنیز محصول د خرابتیا سبب وګر ځي او په راتلونکي کي مو تجاران زړه نه ښه کوي. موږ هغه جنګ ځپلی هیواد یو چي نه مو تجاران تجارت ته زړه ښه کولای سي او نه خپل اقتصادي توانایي لرو، تر څو د نړیوالو تجارانو پام ځان ته جلب کړو، دا حالت دومره ځوروونکی دی چي د غنمو ګدام (هلمند) ته اوس له هندوستان څخه د مرستي په شکل غنم ورکول کېږي، هغه هلمند چي یو وخت یې نیم افغانستان ته غله ورکول، نو لازمه دا ده چي تر هر څه وړاندي د امنیت او بیا د اقتصادي پراختیا غم وخوړل سي او همداشان د معیارونو مطابق ځان جوړ کړو، تر څو باثباته او مترقي ټولنه ولرو.

عبدالحی ډاډمن مدني فعال

له اقتصادي پلوه کرنیز تولیدات د هيواد پر اقتصاد مثبت آغېز لرلای سي او د هېواد پر عوایدو هم ورته تاثیرات رامنځ ته کوي. زموږ کرنیز تولیدات چي بزګر او باغ لرونکي زیاته خواري ورسره کوي او له هره پلوه یې تقویه کوي او کوښښ کوي چي خپل کرنیز تولیدات پر نړیوال بازار برابر کړي. البته د بزګر او باغ لرونکو هڅي او کوښښونه هغه وخت ښه او مثبت تمامېدای سي چي دولتي سکټور ورته نړیوال بازار موندنه وکړي او نړیوال بازار ورته جوړ کړي. زموږ کرنیز تولیدات اوس نه نړیوال بازار لري او نه پر کوردننه ښه بازار لري، چي ښه مثال یې د سږ کال انار یادولای سو چي د کندهار انار نه یوازي په کوردننه شهرت لري، بلکي نړیوال شهرت یې ترلاسه کړی دی. متاسفانه چي زموږ کرنیزو تولیداتو ته دولتي سکټور خاصه پاملرنه نه کوي او نړیوال بازار نه ورته پېدا کوي. پکار ده چي زموږ کرنیز تولیدات د نړۍ په هر ګوټ کي بازار موندنه ولري او نړیوال بازار ورته پېدا کړل سي. بزګرو او باغ لرونکو خپلو کرنیزو تولیداتو ته ډېره توجه کړې، اما نړیوال بازار موندنه بیا په دولتي سکټور پوري تړاو لري، چي نړیوال بازار ورته جوړ کړي. څومره چي لازمه ده، هغومره کار زموږ کورني کرنیزو تولیداتو ته نه دی سوی.

عبدالطیف اخندزاده ملي سوداګر

زما په نظر، په افغانستان کي د کرنیز تولیداتو ستونزي بېلابېل لامل لري، چي د هغه جملې څخه زه دلته څو ټکو ته اشاره کوم: لومړی، زموږ سره هم سرحده هیوادونه لکه پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران هغه هيوادونه دي، چي هغه پخپله د کرنیزو تولیداتو د توليد له پلوه پر خپل ځان بسياء هیوادونه دي، چي ياد هيوادونه په هيڅ صورت نه غواړي چي افغان کرنيز توليدات دي په نړيواله کچه بازار پيدا کړي. نو موږ مجبوره یو چي خپل کرنیز تولیدات اروپا او یا هم نورو عربي هیوادونو ته ولېږو، ولي بدبختانه چي د دې چاري لپاره هم نه موږ اورګا‌‌‌‌‌‌ډی لرو، نه هم د اوبو لاره لرو، چي موږ دغه هیوادونو ته خپل تولیدات انتقال کړو. افغان سوداګر مجبور دي، چي خپل تولیدات د هوايي دهلېزونو له لاري نړيوالو مارکېټونو ته ولېږدوي او یا هم د ګاونډ‌‌‌‌يو هیوادونو له لاري خپل کرنيز توکي بهرنيو ماکېټونو ته ولېږو. نو له همدې کبله زموږ تولیدات د نورو هیوادونو د تولیداتو په پرتله ګران تمامېږي، چي له همدې امله کله چي زموږ تولیدات نړیوالو بازارونو ته ورسېږي، نو هلته یې قیمت لوړ وي او نړیوال زموږ تولیدات نه خوښوي او له بله پلوه کله چي زموږ کرنیز تولیدات پاخه سي، موږ مجبور یو چي خپل تولیدات په هر ډول چي وي، خارج ته ولېږو، ځکه چي موږ په خپل هیواد کي نه سړې خوني لرو او نه د خپلو تولیداتو د خوندي کولو ځایونه لرو. که چېري زموږ دغه تولیدات تر یو وخته موږ په خپل هیواد کي خوندي وساتو او په داسي وخت کي یې نړيوالو بازارونو ته واستوو چي د هغه تولید وخت او موسم نه وي، نو به حتما په ښه قیمت خرڅ سي.



ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t