له چاپېريالي پلوه د انرجۍ د زیات استعمال د مخنیوي اړتيا

له چاپېريالي پلوه د انرجۍ د زیات استعمال د مخنیوي اړتيا

د چین د اوهان پوهنتون څېړونکو د یوې څېړني په ترڅ کي معلومه کړې، که چېري د انرجۍ د مصرفولو پر مهال د اطاقونو کلکینانو او هواکښانو ته پوره پاملرنه وسي، د انرجۍ د زیات مصرف ښه مخنیوی کېدلای سي. د دوی په باور د انرجۍ د مصرفولو پر مهال باید کلکینان بند وساتل سي، ځکه کلکینان هغه انرجي، چي د خونو د ګرمولو او یا یخولو له پاره په مصرف رسېږي، راګرځوي.

د تودوخي درجې د معتدل ساتلو له پاره له رڼا ګرځوونکو توکو، کلکینانو او یا برقي سامان آلاتو څخه کار اخیستل په پراخه اندازه انرجي مصرفوي. ساینس پوهانو دا په ګوته کړې چي له پورته لارو څخه کومي یوې ته باید ډېر پام وسي، تر څو د انرجۍ په استعمال کي سپما راسي.

د چین د اوهان پوهنتون پروفېسر، ډاکټر جبرايل کامل هغه څه په ګوته کړي چي د زیاتي انرجۍ مصرفولو مانع ګرځي. د ده په باور، که چېري په یوه ټولنه کي د انرجۍ د زیات استعمال مخنیوی وسي، نو په راتلونکي کي به له هیڅ ډول چاپېریالي ستونزو سره مخ نه سي.

کامل، وای ینګ او یاولین لین د چين د اوهان پوهنتون نامتو پروفېسران دي. دوی په ګډه د انرجۍ د زیات استعمال پر مخنیوي څېړني کړي دي. دغه څېړونکو لومړی له کمپیوټري ماډل (نمونې) څخه کار اخیستی او وروسته ئې په عملي توګه په ۲۷۰ بېلابېلو کورونو کي د انرجۍ استعمال څېړلی دی. دوی په دغو ټولو کورونو کي د انرجۍ د ضیاع لاملونه وڅېړل. د ساینس ډایلي ویب پاڼي د راپور له مخي، دغو څېړونکو په کورونو کي د بخاریو استعمال، د بادپکو، یخچالونو او کلکینانو څخه کار اخیستل مطالعه کړي دي. دوی دې پایلي ته رسېدلي چي د کلکین استعمال د انرجۍ پر استعمال مستقیم تاثیر لري. د دوی په باور، په هغو کورونو کي چي له بخاریو څخه کار اخیستل کېدی، کله چي به کلکین خلاص و، زیاته اندازه انرجي به ضایع کېدله. په هغو کورونو کي چي د بخاریو د استعمال په وخت که به ئې کلکینان بند وو، ډېره لږ اندازه انرجي په مصرف رسېدل.

دغه څېړونکي ښيي، که چېري پر کلکینانو برابري او محفوظي پردې ولګول سي، هم کولای سي د انرجۍ په استعمال کي زیاته سپما راولي. د دې له پاره چي خلک په ژمي کي د انرجۍ له زیات مصرف څخه ځان وساتي، باید د خونو کلکینان بند وساتي، د خوني د ګرمولو له پاره له شفافو ښیښو څخه کار واخلي او د کار نه اخیستلو په وخت کي ګروپان مړه پرېږدي.

کامل وايي: “فکر کوم تر اوسه په دغه ډګر کي هیڅ کومه څېړنه نه ده سوې. موږ دغه څېړنه د دې له پاره وکړه، تر څو خلک د انرجۍ د زیات مصرف د کنټرولولو آسانه لار پیدا کړي. که څه هم زیاتره خلک د کلکین خلاصول او بندول یو عادي خبره بولي، خو دا په حقیقت کي د انرجۍ پر استعمال ژور اغېز لري.”

د انرجۍ د مصرف د کنټرولېدا مخکنۍ څېړني که چېري مطالعه کړل سي، زیاتره ئې د اقلیم د تغییرېدو، د او زون د سطحي خرابوالی او د هوا ککړېدل په نښه سوي دي. دغي څېړني یو عادي کار، چي کولای سي د انرجۍ د استعمال پر کنټرول مثبت تاثیر وکړي، په نښه کړی دی.

د یادولو وړ ده چي د اوهان پوهنتون څېړونکو د خپلي څېړني یوه کمپیوټري نمونه (Model) هم جوړه کړې ده. دغه څېړونکي وايي، که چېري انجنیران د ودانیو په جوړولو کي د دوی له ماډل څخه کار واخلي، کېدای سي د انرجۍ کنټرول په سمه توګه وسي.

ډاکټر کامل وايي: “که چېري موږ د انرجۍ د مصرفوونکو ډول تعیین کړو، باوري یم چي ښاروالۍ او حکومت به زموږ کړنلاره په ډېري چټکۍ سره عملي کړي.”


چاپېريال

تبصره وکړئ

avatar
t