خوست کې ۲۰۰ کورنیو ته ژمني کېټونه ووېشل شول

خوست کې ۲۰۰ کورنیو ته ژمني کېټونه ووېشل شول

د خوست ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د PIN موسسې په مالي ملاتړ د خوست ولایت مرکز، لکڼ اومتون سیمو کې د ګډ ټیم د سروې په نتیجه کې انتخاب شوو (۲۶۷) کورنیو له جملې څخه (۲۰۰) کورنیو ته د ژمي کېټونه (بستې) وویشلې.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، پدې ژمنیو بستو کې پنځه ۵ د ماشومانو پشمي جاکټونه، دوه ۲ د لویانو پشمي جاکټونه، دوه ۲ ښځینه ټیکري، دوه ۲ د سړیو پټوګان، یوه جوړه د ښځو چرمي موزې، یوه جوړه د سړیو چرمي موزې، څلور ۴ جوړې د ماشومانو چرمي موزې، څلور جوړې د لویانو جرابې، اته جوړې د ماشومانو جرابې، څلور جوړې ژمني د ماشومانو دستکش او څلور د ماشومانو ژمنۍ خولۍ شاملې دي.

ویل شوي چې د پاتې ۶۷ کورنیو ته به په په راتلونکې اوونۍ کې د مرستو یادې بستې ووېشل شي.



خلکو سره مرسته خوست
t