ستونزې او مبارزه / خالص ادیب

ستونزې او مبارزه / خالص ادیب

که انسان له ستونزو خلاص وی له ژوند به یې هېڅ خوند نه اخیستی، همدا ستونزې دي چې انسان ته یې نړۍ او ژوند ښکلی کړی دی؛ نو لازمه داده چې موږ په مخې کې پرتې ټولې ستونزو ښکل کړو؛ ځکه چې د هوساینې، خوشحالۍ او نیکۍ په خوند یې پوه کړي یو.

 همدا ربړې دي چې موږ هره شېبه ورڅخه د خلاصون لارې لټوو، تر څو د ژوند په هره لحظه کې مو په شونډو د خوشحالۍ موسکاګانې نڅاګانې وکړي.

په کوم چاپېریال کې چې اوسېږو، څه مو چې له نظره ښه راځي، همدا خوشحالي ده او له کوم څه مو چې بد راځي یا دې طبیعت ورسره مچ نه کوي دا غم دی؛ نو موږ باید کوښښ وکړو د غمونو پر وړاندې مبارزه وکړو، هرې ستونزې ته وخاندو، له هر مشکل سره هماغه شېبه په چل ول تېره کړو ترڅو د عمر زیاته برخه مو په خوښۍ کې تېره شي.

غم د انسان په رګونو کې وینه وچوي، ستونزې د انسان د فکري ودې ریښې له منځه وړي، کړاونه انسان نه پرېږدي چې خپل هدف ته د رسېدو په اوږده لاره کې د شته ناخوالو پر وړاندې مبارزه وکړي؛ نو بیا ولې انسان دومره کمزوری شي چې د ښه ژوند ټولې خوښۍ له وړو ـ وړو مشکلاتو زار کړي؟

ما نن «هغه راهب چې خپل فراري موټر یې خرڅ کړ» داستان ولوست، لیکوال یې رابین شرما دی چې پښتو ته یې ژباړه جبارفراز کړې ده، په کتاب کې اصلي درې کرکټرونه ـ جولیان منټل، جان او یوګي رامان ـ لوبېدلي دي چې لوستونکي ته په ژوند کې د ستونزو پر وړاندې د مبارزې انګیزه، څنګه یو ټول منلی او پیاړوی شخصیت رانه جوړ شي؟

د وخت د ازرښت او د ژوند په نورو اړخونو خورا خوندور بحث په کې شوی دی.

زه د کتاب په نوره منځپانګه بحث نه کوم؛ خو ددې کتاب له لوستلو مې خوند واخیست. تاسو ته هم د دې کتاب د لوستلو سپارښتنه کوم، تر څو په ژوند کې د هر ډول ناخوالو پر وړاندې د یوه ښه اتل انګېزه درکړي.

د هغې ورځې په هیله چې په هېواد کې مو د کتاب لوستنې دود عام او پېر ـ پلوریې زیات وي.




تبصره وکړئ

avatar
t