افغانستان د ایران خلاف نړیوال پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړه

افغانستان د ایران خلاف نړیوال پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړه

ایراني رسنۍ وایي افغانستان یې د هیواد خلاف د ملګرو ملتونو هغه پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړې، چې د ایران د بشري حقونو وضعیت یې منفي ارزولی و.

د ایران فارس خبري اژانس ویلي: د افغانستان ترڅنګ تاجیکستان، قزغیزستان، ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان هم دغه پریکړه لیک ته منفي رایه کارولې ده.

ایرانیانو له افغانستان څخه د دغه کار مننه کړې ده.

د ایران د بشري حقونو وضعیت مناسب نه ګڼل کیږي، خو ویل شوي چې افغانستان د ګاونډیتوب او حسن نیت له مخې دا وضعیت منفي نه دی ارزولی.




t