د کندهار د تازه مېوو د ساتنې لپاره يخې خونې جوړيږي

د کندهار د تازه مېوو د ساتنې لپاره يخې خونې جوړيږي

د کرهڼي وزیر کندهار والي سره لیدنه کي ډاډ وړاندي کړي، چي د تازه میوو لپاره د یخي خوني ډیزاین بشپړ سوي او نوي کال کي یې چاری پیلوي.

کندهاروالي حیات الله حیات د کرهڼي له وزیر نصیر احمد درانی سره لیدنه کي لومړی د تازه میوو لپاره د سړې خونی د جوړیدو غوښتنه وکړه.

همدارنګه یې د غیر مشروطه بودیجې په چوکاټ کي د ۹۰% څخه تر ۱۰۰% سلنه پوري د بشپړ سوو پروژو د پیسو غوښتنه وکړه.

 ښاغلي حیات وویل، په راتلوونکي کال کي دي د NHLP برنامې په چوکاټ کي د باغدارانو سهم چي د ۲۵ څخه ۵۰ ته پورته سوي بیرته ۲۵ سلنه ته راټیټ سي ځکه باغدارن د یادو پروژو څخه راضي دي او په ورته وخت کي د باغدارانو د پوهاوی، باغونو د ساتني او حفاظت او مارکیټ موندلو په برخه کي د ورکشاپونو غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د میوو لپاره د فومیګیشن سنټر د جوړیدو جدی اړتیا هم د وزیر سره شریکه کړه.

 ښاغلي حیات زیاته کړه، کندهار کي چیک ډمونو ډیره ښه نتیجه ورکړې ده او غوښتنه یې وکړه، چي په ټولو ولسوالیو په ځانګړي ډول ناامنه ولسوالیو کي دي چیک ډمونه جوړ سي، تر څو هغه ولسونه چي د سخت حالت سره مخ دي ورته خدمات وړاندي سي.

 ښاغلي حیات الله حیات د انارو باغدارانو ته د وروستیو اورښتو زیانونو او پاکستان له لوري د لوړي سوي مالیې موضوع شریکه او د کرهڼي له وزیر څخه یې د یادو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

 وروسته د هیواد د کرهڼي وزیر نصیر احمد درانی په خپلو خبرو کي ډاډ وړاندي کړ، چي د یخي خوني لپاره یو جرمنۍ کمپنۍ ډیزاین بشپړ کړي او راتلوونکي ۱۳۹۹ کال کي به یې رغنیزي چاري پیل سي او په خبره یې د مالیې وزارت سره د هغو پروژو چي د غیر مشروطه بودیجي په چوکاټ کي یې چاري بشپړي او یا بشپړیدو ته نژدي دي، تعقیبوي تر څو شرکتونو ته پیسي تسلیم سي.

 ښاغلي درانی کندهار والي ته زیری ورکړ، چي راتلوونکي ۱۳۹۹ کال کي به د وزارت زراعت د NHLP برنامې په چوکاټ کي د کندهار د باغدرانو سهم بیرته د ۵۰ څخه ۲۵ سلنه ته راټیټ کړي او په خبره یې چي ټولو باغ لرونکو په ځانګړي ډول د انارو باغدارانو ته د عامه پوهاوي او باغونو د ساتني ورکشاپونه ورکوي او همداراز به د انارو د خلطو توزیع ډیره کړي او په خبره یې دوی د کندهار انارو د خرڅلاو لپاره د نورو هیوادونو په شمول د چین هیواد سره خبري کړي، تر څو راتلوونکي کال کي د کندهار انار چین ته صادر سي.

 د کرهڼي وزیر وویل، چي راتلوونکي کال کي فومیګیشن سنټر ته بودیجه ځانګړي کوي، تر څو کندهار صنعتی پارک کي ۱۵ جریبه ځانګړي سوي ځمکي باندي یې رغنیزي چاری پیل سي او په مرسته یې د کندهار میوه بغیر د امراضو خارج ته صادره او په لوړه بیه وپلورل سي او تر څنګ یې یادونه وکړه، چي په ناامنه ولسوالیو کي به ولس ته د خدمت په موخه د چیک ډمونه د جوړیدو تعداد هم لوړ کړي.

 نصیراحمد درانی وویل، چي د کندهار پر تازه میوې د پاکستان تعرفه نده لوړه سوې بلکه مخکي به د هر موټر د نیم بار محصول تحویلیدي خو اوس د پاکستان حکومت مخکني مامورین تبدیل کړی او نوی مامورین يې ګمارلي، چي د موټر د ټول بار پوره محصول اخلي خو ښاغلي درانی ژمنه وکړه، چي دوی د یادي ستونزي د حل هڅه کوي او په نوی کال کي یې د یادي ستونزي د حل ډاډ وړاندي کړ.




t