په اچین کې د بمونو د مور استعمال ناوړه اغېزې کړې دي

په اچین کې د  بمونو د مور استعمال ناوړه اغېزې کړې دي

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو له لوري پر داعش ډلې د بمونو د مور بم تر کارولو دوه کاله وروسته، اوس د دغه بم ناوړه اغېزې را څرګندې شوې دي.

د اچین اوسېدونکي او په ملي شورا کې د ننګرهار استازي وايي چې د دغه بم له استعمال دوه کاله وروسته اوس پر ځايي خلکو او چاپېریال د دغه بم ناوړه اغېزې په را برسېره کېدو دي.

د اچین قومي مشران وايي، په هغه ځای کې چې د بمونو مور استعال شوه هلته نوي زېږېدلي ماشومان سؤ شکله او کمزوري وي او داسې ښکاري چې فلج یا خوارځواکۍ ناروغۍ نيولي دي او لویان په جلدي ناروغیو اخته شوي دي.

د اچین قومي مشران وايي د دغه بم استعمال پر چاپېریال هم ناوړه اغېز کړی دی. د اچین قومي مشرا الله داده وايي:«د نویو زېږېدلو ماشومانو وجد نمو نه کوي، ډېر زیات کمزوري وي، داسې ښکاري لکه فلج چې وهلي وي، یا یې ډېره ناروغي تېره کړې وي. له دې سره غټانو ته یې جلدي تکلیف پیدا کړی دی، د سترګو تکلیف یې پیدا کړی، سترګې یې سرې کېږي او اوښکې کوي.»

قومي مشران همدا راز وايي چې د دغه بم استعمال په کرهڼه هم جدي اغېز کړی دی. د دوی په خبره، فصلونه هم ډېر کمزوري شوي او نمو نه کوي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي سایمه خوږياڼۍ وايي چې په اچین کې د بمونو د مور تر کارول کېدو وروسته نه یوازې نوي زېږېدلې ماشومان سؤ شکله دي بلکې د زړه او سرطان له ناروغیو هم ځورېږي.

وکیلان وايي چې د بمونو د مور د استعمال ناوړه اغېزې خورا زیاتې دي، چې بیه یې د اچین خلک پرې کوي.  په ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي زیاتوي چې کېدای شي هلته ډېری بوټي شنه نه شي او کرهنې ته یې خورا زیات تاوان کړی دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست تایيدوي چې د بمونو د مور تر استعمال وروسته اته داسې ماشومان له اچین ولسوالۍ څخه وروړل شوي چې د سؤ شکل ناروغۍ یې لرلې، خو وايي چې دا لا ثابته نه ده چې د دې لامل د بمونو مور او یا هم بل څه دي.

د یادولو ده چې امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې په اچین کې تر ټولو لوی غیر اتومي بم وکاراوه. د امریکا دا کار په کور د ننه او بهر له جدي غبرګونونو سره مخ شو.




t