نغمه به څه وي او د بېلتون درد به يې څه وي، چې منګل وژړوي؟

نغمه به څه وي او د بېلتون درد به يې څه وي، چې منګل وژړوي؟

منګل خپل قام ژړولى دى، منګل د خپل قام بې حسۍ ريشخندۍ او بې غورۍ ژړولى دى.
پښتانه خپلو هنرونو ته د ډمتوب پېغورونه ورکوي؛ د خپل نجات شعوري فريادونو ته د دله توب تهديدونه ورکوي.

خوشحال خان خان و، ژړا يې نه وه زده نر غوندي يې ښکنځل وکړل:
اول مور د درست غوري په خ غو ولي
بيا د ټولو پښتنو پسي دنبال

رحمان فقير انسان و د قام پېغورونو سوګند او قسم ته مجبوره کړ:
څوک دې را کاندي قسم په کردګار
که په کور کي مي درهم وي يا دينار

ملنګ جان کليوال عاجز و، په معشوقه پسي يې په ښکاره ژړلى هم نه شوای، د وخت سانسور ته یې وویل:
چا غوږ کې راته وويل چې جانان مه يادوه
د سرو شونډو دپاسه سور پېزوان مه يادوه

غني خان هم خان و، خو په فلسفه کې يې د خپل قام بدنام خصلتونه نشواى پټولاى او د خپلي رخصتۍ ژړا ته يې وويل:
چې اخر په ژړا خوار غني رخصت شي
ورته وشلوئ کفن د يار له شا له

لايق يې په ۹۰ کلنۍ کې د ځانغودي بريد په نتيجه کې په وينو ولمباوه، ګناه يې دا وه:
څه ساده دى دا پښتون چې تربګني کا
زه د زړه ويني پې څښم دى دښمني کا

منګل خو لا ډېر خوار هنرمند دى، د منګل ګناه د خپل شعور د هنر ګناه ده.
پښتانه په داسي ګنهګارانو پسي نه ژاړي، بلکې ګنهګاران د ځکندن په وخت کې ژړوي:
منګل نغمه طلاقه کړه
منګل ښېښه طلاقه کړه
منګل د خپل ژوندانه اينه طلاقه کړه، خو د هغه هنر کتيبه نشي طلاقولاى. هو دغه کتيبه:
((دلته منګل خښ دى، د يوه لاوبالي ملت هنرمند خښ دى!))

عصمت قانع



بیلتون منګل ژړا
t