شېرزاډو کې د دايمي پوستو جوړولو چارې بریالۍ روانې ډي.

شېرزاډو کې د دايمي پوستو جوړولو چارې بریالۍ روانې ډي.

شيرزادو ولسوالۍ په پاکو شويو سيمو کې د دايمي پوستو جوړيدو چارې او عمليات په برياليتوب سره دوام لري.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي، ددې ولايت شيرزادو ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو پيل شويو عملياتو په ترڅ کې پاکو شويو سيمو کې د تلپاتې امنيت په موخه د پوستو جوړولو چارې او عمليات دوام لري.

په سيمه کې د عمليات کوونکو ځواکونو مسئولين وايي، چې له وسله والو مخالفينو څخه په پاکو شويو سيمو کې يې په دايمي ډول د پوستو جوړونه پیل کړې، چې په دې سره به شېرزادو ولسوالۍ کې تلپاتې امن رامنځته شي.

دوی وايي، چې په دې ولسوالۍ کې عمليات په برياليتوب سره دوام لري او عمليات کوونکي ځواکونه ګڼ شمېر لاسته راوړنې لري.



پوستې جوړول، شيرزاد، خبرونه
t