کندهار: ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار: ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترځ کې يې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

سرچینه وايي، ياد عمليات د ميوند ولسوالۍ په “جرخشک او ساحه جکرم” کليو کې ترسره شوي، چې په پايله کې يې د ترهګرو طالبانو شپږ ډزه راکټونه او ۳۵ کړۍ ماينونه کشف او اته پټنځايونه له منځه وړي دي.



خبرونه وسله وال کندهار
t