ټیسټ لوبه: هند، بنګلدیش ته په لوی توپیر ماته ورکړه

ټیسټ لوبه: هند، بنګلدیش ته په لوی توپیر ماته ورکړه

هندوستان لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګلدیش ته دیوې پاڼۍ او ۱۳۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د هند کرکټ ملي لوبډلې اوله پاڼۍ کې ۴۹۳ منډې وکړې.

د هندوستان لپاره تر ټولو ډیرې میانک اګروال جوړې کړې چې ۲۴۳ منډې یې ترلاسه کړې وې.

په دې لوبه کې بنګلدیشي ابو جاید ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

باید وویل شي چې بنګلدیش لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۰ منډې او دوهمې پاڼۍ کې ۲۱۳ منډې وکړې، دوی ته مشفیق الرحیم لومړۍ پاڼۍ کې ۴۳ منډې او دوهمې کې ۶۴ منډې ترلاسه کړې.

د هند لپاره غوره توپ اچوونه محمد شامي وکړه، هغه د بنګلدیش ۷ لوبغاړي وسوځول.

 



د هند بریا ټیسټ لوبه
t