د داعش د تسلیم شویو او تسلیمیدونکو غړو په اړه بیړنۍ ناسته وشوه

د داعش د تسلیم شویو او تسلیمیدونکو غړو په اړه بیړنۍ ناسته وشوه

ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا او بېړنۍ کمېټې غړو د سلګونه تسليم شويو او تسليميدونکو داعش وسله والو په اړه د چمتووالي بېړنۍ ناسته وشوه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ د نظامي شورا او بېړنۍ کمېټې غړو د سلګونه تسليم شويو او تسليميدونکو داعش وسله والو د مېرمنو او ماشومانو د مرکزي حکومت تر وروستۍ پريکړې پورې بشري وضعيت ته د پاملرنې په موخه ناسته وشوه.

ښاغلي مياخېل وويل، چې په اچين ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو وروستيو عملياتو په پايله کې ګڼ شمېر داعش وسله وال د ښځو او ماشومانو سره يو ځای تسليم شوي او دا لړۍ روانه ده؛ خو د انساني، بشري، اسلامي او افغاني دود له مخې ښځو او ماشومانو سره د ترحم له مخې چلند کيږي.

نوموړي د نظامي شورا او بېړنۍ کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې ښځو او ماشومانو ته د مرکزي حکومت تر وروستۍ پريکړې پورې د بشري حقونو تامين په موخه چمتووالی ونيسي.

د ملي امنيت رئيس ډګر جنرال نظر علي واحدي وويل، چې تر دې دمه د داعش وسله والو ګڼ شمېر کورني او بهرني غړي تسليم شوي، چې له جملې يې پنځه سوه ښځې او ماشومان دي او د تسليميدو لړۍ ادامه لري.

نوموړي وويل، چې يو شمېر تسليم شوي داعش وسله وال يې مرکز ته لېږدولي او د پاتې نورو په اړه به هم د قانون له مخې اجرات تر سره شي.

سرچینه وايي، په دې ناسته کې ننګرهار امنيه قوماندان ايمل نيازي د کورنيو او بهرنيو ادارو مسئولينو د تسليم شويو داعش وسله والو د ښځو او ماشومانو بشري وضعيت ته په بېلابېلو برخو کې د چمتووالي څخه ډاډ ورکړ.



بیړنۍ راټولیدنه د داعش په اړه ناسته
t