ټرمپ افغانستان کې پر جنګي جنایتونو تورن سرتېري وبښل

ټرمپ افغانستان کې پر جنګي جنایتونو تورن سرتېري وبښل

د امریکا ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا پوځ هغه دوه افسران وبښل چې یو یې په افغانستان کې د دوه ملکیانو د وژنې په جرم په زندان کې اچول شوی دی او بل تر محاکمې لاندې دی.

 

د سپینې ماڼۍ په حواله ولسمشر ټرمپ، پوځي افسر کلنټ لارنس ته بښنه وکړه چې خپلو سرتېرو ته یې افغانستان کې پر دریو موټر سایکل سپرو ملکیانو چې نسبتاً په سرعت روان وو، د ډزو امر کړی و.

ولسمشر ټرمپ یو بل پوځي ډګروال میتیو ګولسټین ته هم بښنه کړې چې په افغانستان کې په غیرقانوني وژنه تورن او محکمې ته معرفي شوی و.

د سپینې ماڼۍ لخوا ویل شوي چې ګولسټن یو مشکوک کس چې ګواکې بم جوړوي په مرمۍ ویشتلی و.

ټرمپ همدا راز یو بل پوځي افسر ایډورډ ګالاګر بیا په پوځي رتبه نازولی چې په افغانستان کې يې له طالبانو څخه یو برمته کس راخوشې کړی و خو په یوه بله قضیه کې مجرم بلل شوی و.

 




t