ولسمشر:له زده کوونکو سره متشدد چلند باید ختم شي

ولسمشر:له زده کوونکو سره متشدد چلند باید ختم شي

ولسمشرغني د نوي تعلیمي کال په پیل غونډه کې نن له زده کوونکو سره د تاوتریخوالي چلند پر پای ته رسیدو ټینګار وکړ.

هغه په کابل کې یوې سترې غونډې ته وویل: د معارف له شاګردانو سره باید نور د تاوتریخوالي چلند پای ته ورسول شي.

ولسمشر همدا شان په نیږدې ورځو کې ۱۲ سوه ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو د کار د پیلیدو خبر هم ورکړ.

په ښوونځیو کې له زده کوونکو سره د ښوونکو متشدد چلند له ډېره وخته د افغان معارف یوه لویه ستونزه ګڼل کیږي.

د ولسمشر یو شمېر منتقدینو ویلي، چې هغه مخکې د ۶ زرو ښوونځیو د جوړولو ژمنه نه ده عملي کړې او نوې زمنه یې هم ټاکنیز کمپاین  ورته ښکاري.


ماشومان

تبصره وکړئ

avatar
t