له آفته پسات زېږي

له آفته پسات زېږي

ډېر پخوا د زور آباد په نوم وطن وو
په وطن کي وو یو ښار نوم یې زیانمن وو

وچ یې غرونه وچ باغونه وچ دښتونه
له باران سره ملګري سېلاوونه

اوسېدل پکښی یو څو غریب قومونه
یو له بله به یې تل کول جنګونه

دولتمند یې د وسلو په زور ماړه وه
زورور پکښي آباد کمزوري مړه وه

چي جاهل پیدا کېدئ هغه یې خان وو
هر ظالم او هر قاتل یې قوماندان وو

د دې ښار وو یو سړی نوم یې آفت وو
چي سلام وو چا ورکړی په زحمت وو

په عذاب یې له آزاره کلی کور وو
سړی نه وو په خپل کلي کي سور اور وو

چي یو څوک وو په دې ښار کي زېږېدلی
بل یې داسي غضب نه وو پېژندلی

یوه ښځه په دې ښار کي اوسېدله
چي هر څوک به دي پوښتل بد یې ویله

نوم فتنه ورباندي ایښی خپلي مور وو
په هر ځای کي یې جوړ کړی شر او شور وو

چي له ذاته د لړم وه که د مار وه
په تکلیف ورڅخه ټول خلک د ښار وه

چي هر کلي چي هر کورته به وه تللې
بېله شره بیرته نه وه راوتلې

چي خبره د قضا او د قسمت سوه
یوه ورځ سره یو ځای فتنه آفت سوه

د فتنې او د آفت واده تیار سو
آوازه سوه په خبر کلی او ښار سو

موده وروسته یې ماشوم کور کي پیدا سو
چي د زوی خوب یې لیدلی وو ریشتیا سو

ورته خوښ یې هغه دم نوم د فساد کړ
د آفت او د فتنې زړه یې په ښاد کړ

پر پسات باندي چي تېر سول څو کلونه
هره ورځ به یې راوړل کورته جنګونه

هر ماشوم ته یې آزار وو رسېدلی
هر همزولی یې په وینو وو لړلی

نه په کلي پرې ایښي یې واړه وه
نه ځوانان ورڅخه خلاص وه نه زاړه وه

یوه ورځ فتنه را ووته دباندي
جوړي کړي یې په کلي کي وې ساندي

تاوېده لکه تازه وي مار وهلې
ژړېده پر سر یې خاوري بادولې

چي له غمه یې په زوره چیغي وکړې
چا پوښتنه ځیني وکړه فتنې څه کړې

ویل کور مي سو خراب چي مړ پسات سو
پر کهاله مي نن د غم لښکر را مات سو

بې پساته به اوس څه کوم په کور کي
ورځي شپې به مي تېرېږي په سره اور کي

چا ور ږغ کړه چي فتنې ډېر غم یې مه کړه
نن خو تېر سو د سبا چاره دي وکړه

پر دنیا چي وي فتنه او آفتونه
داسي ډېر به لا پیدا کړي پساتونه

د زیانمنو ښار ته خپل قسمت رسېږي
چي آفت وي چي فتنه وي پسات زېږي.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۱۹ کال د مې د میاشتي لومړۍ ورځ، ویرجینیا




تبصره وکړئ

avatar
t