کريم جنت د لوبې د بري لامل؟

کريم جنت د لوبې د بري لامل؟

کریم جنت د ویسټ انډیز څلور مهمې ویکټې واخیستې!

افغان لوبغاړي کریم جنت د دریو اورونو په ترسره کولو سره د ویسټ انډیز څلور لوبغاړي په پرله پسې ډول وسوځول او یوازې اووه مندې یې ورکړې. ویسټ انډیز تر اوسه د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۵۵ منډې کړې دي.

سره له دې چې پر کريم جنت تر دې مخکې ډېرې نيوکې کېدلې او داسې ويل کېدل چې په دې خاطر کرېکټ کې ونډه ورکول شوې ده چې د پخواني کپتان اصغر افغان ورور دی او د لوبې کولو وړتيا نه لري، خو ويسټ انډيز سره په داسې اساسو شېبو کې يې پرون د مهمو وېکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې د ګټلو لامل شو.




t