د کرکټ یو لوبغاړی له ننګرهار څخه نادرکه شوی

د کرکټ یو لوبغاړی له ننګرهار څخه نادرکه شوی

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې تېرماښام د کرکټ یو تنکی خو مشهور لوبغاړی احمد قریشي نادرکه شوی.

د هغه د کورنۍ غړو ویلي، چې نوموړی له کرکټ لوبې وروسته کور ته روان و، چې نادرکه شوی.

د هغه د لوبو او زده کړو وسایل د یادې ولسوالۍ په دامان سیمه کې موندل شوي.

د ننګرهار د والي مرستیال تمیم عارف مومند نن د دغه ولایت په اداري غونډه کې پولیسو ته د نوموړي د موندنې لپاره د عاجلو هڅو سپارښتنه کړې ده.



ماشومان

تبصره وکړئ

avatar
t