کرکټ: له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله د هند پر لور وخوځېده

کرکټ: له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله د هند پر لور وخوځېده

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله د هند پر لور وخوځېده، چې هلته به د هند ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې سره ۵ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

افغان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان او هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلو ترمنځ به د ۵ یو ورځنيو لوبو لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب د نومبر مياشتې په ۲۲مه نېټه پيل او د همدغه مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي. دغه سيالۍ د هند په لکنو ښار کې ترسره کېږي.

د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د نومبر په ۲۲مه، دویمه په ۲۴مه، دریمه په ۲۶مه، څلورمه په ۲۸مه او وروستۍ لوبه هم د همدې میاشتې په ۳۰مه نېټه ترسره کېږي.



افغان، ټيم، هند سره لوبې
t