راتلونکی

راتلونکی

(ژباړه) خالص ادیب

  • تل تېر مالوم وي، حال ټاکلی. دا راتلوونکی دی چې ټول ورنه ناخبره یو.”ژولیرکوري” • که چېرې راتلونکی نه وئ، موږ به هیڅ هیلې نه درلودی.”هانري فورد” •

 د نن خلک ددې لپاره ژوند کوي چې روښانه راتلونکی ولري..”برنادشاو” • هر هغه څوک چې د راتلونکي په اړه زیات فکر کوي، خپل روان خرابوي.”چارلي چاپلین” •

 موږ باید د خپل راتلونکي لپاره قاطع غوڅه پرېکړه وکړو او هڅې وکړو چې هیلې ولرو؛ خو باید د راتلونکي لپاره ژوند ونکړو.”ګوته” •

 زموږ راتلونکی د بند وره په څېر دی، خبر نه یو چې تر شا یې نیکبختي ده که بدبختي.”توماس مان” • زموږ نن ورځې د سبا په څېر نه دي دا هم امکان لري چې راتلونکی مو د نن په څېر نه شي.”توماس، الوا، ادیسون” •

 خپل راتلونکي ته تر ټولو اسانه لاره د هغې په اړه زیات فکر نه کول دي.”میکلانژ” • تاریخ لیکونکی د تیر مهال لپاره ژوند کوي، شاعر د حال او فیلسوف د راتلوونکی لپاره.”ماری امپر” •

 که چېرې موږ د راتلونکي په اړه فکر ونکړو، هغه تېریږي، شاید راتلونکي کې پښمانه شو.”شیللر” • د ټولو پوهانو او دیني عالمانو کوښښونه ددې لپاره دي چې د بشریت راتلونکی روښانه وي.”روسیتي” •

 هر هغه څه چې موږ یې افسوس کوو، تېر حال دی، هر هغه څه چې هڅه یې کوو، حال دی، هر هغه څه چې هیله یې لرو هغه راتلونکی دی.”اکوست رودن” •

 راتلونکی هماغه هیله ده.”اسپنوزا” • زموږ د راتلونکي اندازه له اولې ورځې تر اخره پورې تعین شوی دی.”لاووازیه” • موږ یوازې دې نن لپاره ژوندي نه یو، باید د راتلونکي لپاره هم فکر وکړو.”مارسل اشار”




t