لویه څارنوالي:د مهسا قضیه زر محکمې ته سپارو

لویه څارنوالي:د مهسا قضیه زر محکمې ته سپارو

لویه څارنوالی وایي چې په کابل کې د اختطاف شوې او وژل شوې ماشومې مهسا قضیه یې څېړلې او زر به یې محکمې ته واستوي.

د دې ادارې ویاند جمشید رسولي وایي له عدلي طب څخه یې هم د قضیې په بشپړولو کې مرسته غوښتې.

هغه وایي د مهسا له کورنۍ سره هم غږیدلی او د هغوی اطلاعات یې په قضیه کې شامل کړي.

دا خبرې په داسې حال کې دي، چې وېل کیږي یو شمېر کړۍ د دغې قضیې عاملان له اعدام څخه ژغوري او ورته یې د کم عمرۍ پلمه جوړه کړې ده.

د مهسا کورنۍ په دې اړه اندیښنه ښودلې ده.

مخکې ولسمشر غني د قضیې عاملانو ته د اشدو مجازاتو ژمنه کړې وه.

د دې قضیې په تور مخکې ۲ تنه نیول شوي، خو څارنوالي وایی ۲ نور شکمن کسان یې هم څېړلی او ممکن په قضیه کې ښکېل ثابت شي.


ماشومان

تبصره وکړئ

avatar
t