میدان وردګ: د ماشومانو د حقوق د سيالی ممتاز زده کوونکي تقدير شول

میدان وردګ: د ماشومانو د حقوق د سيالی ممتاز زده کوونکي تقدير شول

د میدان وردک ولایت د پوهنې ریاست په نوښت او دیونیسف موسسي په مالي مرسته څه موده مخکي د نوموړي ولایت په تولو ښوونځیو کې د ماشومانو د حقوق تر عنوان لاندې سیالۍ په لاره اچول شوي وه ، چې د سیالۍ په پاي کې د ولایت په کچه دری تنه د هلکانو دښوونځیو زده کونکي او دري تنه نجونۍ زده کوونکو لومړي، دویم او دریم مقام تر لاسه کړ.
په هغه غونډه کې چي په ممتازو زده کوونکو د تقدیر په موخه د پوهنې ریاست د ِغونډو په تالارکې جوړه شوي وه ، د پوهنې ریاست د مسوولینو برسیره، دیونیسف اداری استازی ، ښوونکو او زده کوونکو ګدون درلود.چې ممتاز زده کوونکي د یونیسف اداری او پوهنې ریاست لخوا په ځانګړو ډالیو سره ونازول شول.
د ماشومانو د حقوق ممتاز ذکور زده کوونکي هر یو :
۱- لطف الله د فضل الرحمن زوی دسيداباد ولسوالۍ اړوند سيداباد ليسې دلسم ټولګی زده کوونکی.
۲- محمد بلال د تاج محمد زوی د پوهنې ښاري آمريت اړوند سيدجمالدين خصوصي ليسې زده کوونکی
۳- شکر الله دمحمد حسین زوی د مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند راقول ليسې زده کوونکی
د نجونو له ډلې ممتاز زده کوونکې هره یوه :
۱- مريم همت د صالح محمد لور د پوهنې ښاري آمريت اړوند فاميليو لیسې زده کوونکې.
۲- خاطره دعبدالجبار لور د پوهنې ښاري آمريت اړوند فاميليو د نجونو ليسې زده کوونکې.
۳- فريبا د سلطان محمد لور د مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند مرکز بسهود ليسې زده کوونکې.




t