هلک ښوونځي پرېښود، پلار وپوښت: ولې؟

هلک ښوونځي پرېښود، پلار وپوښت: ولې؟

ليکوال: عبدالغفورليوال

هلک وویل : نه مې خوښیږي. پلار بیا وپوښت: ښوونځي سم نه دی؟ هلک : نه زه ورته جوړ نه یم، فکر کوم زه د ښوونځي لوستلو لپاره نه یم پیدا شوی. پلار حیران شو. د دوی خبرو ته یو حکیم غوږ نیولی و، راغی او پلار ته یې وویل: د خپل زوی د درېیو ښېګڼو قدر وکړه، لومړی : ریښتینی دی او د خپلې ټنبلۍ پړه یې پر ښوونځي وروا نه ړوله . دویم: پر دې پوهیږي، چې د ښوونځي لپاره نه دی جوړ شوی، نوښایي په دې هم پوه شي، چې د څه لپاره جوړ شوی دی؟ درېيم : ته یې پوه کړې، چې د لوی سړي کېدلو لپاره ښوونځي لوستل موخه نه، وسیله ده. لوی انسان کېدلو ته نورې لارې هم شته.

#انتباه:ښوونځي ته تلل حتمي او لازمي دي، خو له ښوونځي پاتې شوي وګړي هم له ټولنې مه شړﺉ، دوی هر یو په یوه خدماتي ۔ تولیدي برخه کې خپل پټ استعداد ځلولای شي.



ماشومان

تبصره وکړئ

avatar
t