نورستان؛ سرتېرو د نيالګيو کښېنولو لړۍ پيل کړه

نورستان؛ سرتېرو د نيالګيو کښېنولو لړۍ پيل کړه

په همدې موخه نن په نورستان ولایت کې د امنیتي ځواکونو دنیالګیو په کیښنولو پیل وکړ.

 یاد نیالګي چې د نورستان په مرکز پارون کې د امنیتي ځواکونو له خوا د هیواد د ابادې او ښېرازۍ په موخه کینول کیږي پکې د نورستان مرستیال والي ښاغلي محمد هاشم فیضي او د یو شمیر ادارو رئیسانو ګډون وکړ اود یاد پروګرام د پیل په موخه یی نیالګي کینول.

د ولایت مرستیال ښاغلي فیضي وویل : ددې پروګرام له مخې به په نورستان کې ګڼ شمیر نوي نیالګي کښېنول شي چې د هیواد د سمسورتیا او ښېرازۍ سربېره به ښه حاصل هم ورکړي.

هغه وايي، پدغه نویو نیالګیو کې د مڼې ، زردالو ،چارمغزو ، انارو او نور میوو نیالګي شامل دي .او په پارون کې د کینولو مناسب موسم هم دي.

تر دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د دولتي چارواکو او امنيتي سرتېرو لخوا د نيالګيو اېښودلو کمپاين شوی دی.




تبصره وکړئ

avatar
t