د بنګلادېش چټک توپ اچوونکي له لوبغاړي سره شخړه کړې

د بنګلادېش چټک توپ اچوونکي له لوبغاړي سره شخړه کړې

لیکنه:بهار سمسور

چټک توپ اچوونکی شهادت حسین وروسته له هغې له کریکټ لوبې د یو کال لپاره بند کړل شو چې د لوبې تر پیلیدو مخکې یې د خپلې لوبډلې له بل لوبغاړي عرافات سني سره لومړی لفظي او ورپسې فزیکی شخړه وکړه.

لا معلومه نه ده چې د دوی تر منځ داسې څه موضوع وه چې تر منځ یې شخړه رامنځته شوې ده،خو بي سي بي په خپور کړي بیان کې ویلي، د ټورنمېنټ د کنټرول ادارې او مېچ ریفری دوی ته خبر ورکړ چې دې دواړو لوبغاړو سره شخړه کړې او د بورډ څلورم کوډ یې مات کړی،نو په اړه یې دا پرېکړه وشوه، دا چې شهادت حسین ملامت پیژندل شوی نو په اړه یې یو کال بندیز پرېکړه شوې،خو کومیټه په دې اړه لا هم په بحث بوخته ده څو لا هم د اړوند موضوع په اړه برېکړه نوره هم غښتلې کړي.

د دې دواړو لوبغاړو تر منځ دا شخړه په کورنیو لوبو نېشنل کریکټ لیګ کې رامنځ ته شوې ده.



شخړه لوبغاړی لوبه
t