دخوشال بابا سکنی او کشری ورور جمیل بیګ

دخوشال بابا سکنی او کشری ورور جمیل بیګ

د ډاکټذ لطیف یاد لیکنه

نوموړی دشهبا ز خان زوی او دپښتو دستر شاعر خوشال بابا سکنی او کشری وروردی .دی د فقیر جمیل بیګ او میا جمیل په نامه سره هم مشهوردی.خوشال بابا په خپلو شعرونو کې دده ستاینه کړې ده اوپه خپلې یوې بوللې (قصیدې) کې یې چې په ۱۰۸۰ لیږدیز/هجري کې یې لیکلې ده داسې وایی:
یومې سکه ورور دی چې حق لاره یې نیولې
دوه ورونه مې نور دي یوپه غم دریم بې غمه
دافضل خان په تاریخ مرصع کې راغلي دي کله چې دده پلار شهبازخان شهید شو جمیل بیګ هم ټپی شوی و او دخپل ورور سره په اس سورشو او دخپل پلار دوینو بدل یې واخیست او ترهغې وروسته یې فقیري غوره کړه .
فقیر جمیل بیګ دکا کا صاحب شیخ رحمکار مرید و.دکاکا صاحب خاورو ته ددسپارلو په وخت کې خوشال بابا او فقیر جمیل بیګ دده جسد قبر ته ورکوز کړ اوپه دې وخت کې فقیر جمیل بیګ دشیخ رحمکار په اړوند لاندینۍلنډۍ ( ټپه ) وویله :
په بوي دې ټول عالم خوشبوی شو
اصلي چندڼه په تا پريوتل ګردونه
په هغه دره کې چې دی اوسېده نو یو جومات او یوه حجره یې جوړه کړې وه اوپه دغه حجره کې قرآن کریم او دفقهې کتابونه هم ایښودل شوي وو.که څه هم دی دشیخ رحمکار مرید و تو ده خپله هم ډیر مریدان درلودل چې دمریدانو نه یې یو شیخ یحیی دی چې په ( حضرت جي اټکي ) سره مشهوردی.
تاریخ مرصع لیکی :” جمیل بیګ به په وخت دمستۍ کې داریا اودف واهه اوسندرې او سماع به یې کولې “
عبدالقادرخان خټک دفقیر جمیل بیګ دمستۍ او شور او جذبې داسې ستاینه کړې ده :
په خلفاوو کې یې مست فقیر جمیل و
صاحب حال و مستانه یې قال وقیل و
ابراهیم غوندې خاني میري یې پریښوه
په اختیا ریې فقیرۍ ته غاړه کیښوه
فقیر جمیل بیګ دمستۍ اوجذبې په وخت کې ځینې منظومې ټوټې هم ویلي دي چې یوه بیلګه یې قاضي میر احمد شاه په تحفة الا ولیا ء کې راخیستي ده :
په دې خوړ کې سره اوسپین انبار انباردي
فقیر نه اخلي او نه یې څه په کاردي
شیخ جمیل بیګ چې یو فقیر ،صوفي او عرفاني شخصیت و په عرفان او تصوف کې یې ډیر کتابونه کښلي دي چې دځینونومونه یې دادي :
۱- تذکرة الا ولیاء
۲- نور محمدیه
۳- خلا صة الطالبین
۴- شمس العارفین
۵- اسرار العاشقین
۶-زبدة ا لسالکین
۷- تحفة المقربین
۸- قدوة العارفین
فقیر جمیل بیګ (تذکره شیخ رحمکار) په فارسي ژبه لیکلی دی چې خطي نسخې یې دکابل په ملي ارشیف ( کابل نیشنل ارکایو) کې شته چې په ۱۳۶۵لیږدیز/هجري کال په کابل کې چاپ شوې او ښاغلي اسدالله شعور پرې په فارسي ژبه سریزه کښلې ده .
دفقیر جمیل بیګ مزار دپښتونخوا دخټکو دسیمې نوښارته نږدې دی او دده دمزار پر ډبره لیکل شوي دي چې نوموړی په ۱۱۱۶ لیږدیز/هجري قمري /سپوږمیز کال کې مړشوی دی
تاسو په لاندیني انځور کې دفقیر میا جمیل بیګ مزار لیدلی شئ !
—————————-
ما خذونه :
۱-خوشال خان حټک اودده ادبي مکتب ، دډاکټر عارف عثمان تالیف د۱۳۶۴ کال چاپ، کابل
۲- دخوشحال خان خټک سبک اوپه پښتو ادب ددغه سبک اغیزې ، دسرمحقق واجد تالیف ، ۱۳۸۳ کال ، دکابل چاپ .
۳- د خوشال بابا پیر او مرشد حضرت شیخ رحمکار(کاکا صاحب) رحمة الله علیه ، ډاکټر لطیف یاد
۴- خوشال خان خټک ، دارواښاد دوست محمد خان کامل مومند تالیف ، دډاکټر لطیف یاد ژباړه ، دپيښور چاپ .




t