لوګر: با استعداده زده کوونکي وستایل شو

لوګر: با استعداده زده کوونکي وستایل شو

په لوګر ولایت کې د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې په اخیستل شوې ازموینه کې د لوړو نومرو ګټونکي زده کوونکي وستایل شول.
د نوموړو زده کوونکو د ستاینې په غونډه کې تدریسي مرستیالې مینې سادات، د مالي چارو مرستیال وزیر احمد مومند، د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي خان، د نظارت آمر عنایت الله خالد، بریالیو زده کوونکو او د دوی کورنیو برخه اخیستې وه.
لس ورځې مخکې د پوهنې ریاست د یونیسف موسسې په مالي مرسته د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې په موخه ازموینه اخیستې وه.
په یاده ازموینه کې د ۱۱ نجونو په ګډون ۵۰ زده کوونکو ګډون کړی وو، چې ټول د ولسوالیو او ښوونځیو په کچه عمومي اول نمره ګان وه.
په دې ازموینه کې د ۳ نجونو په ګډون ۶ زده کوونکو لوړې نمرې اخیستې دي، چې شپږ واړه د استعداد لرونکو زده کوونکو مقامونه خپل کړي دي.
ستایل شوي زده کوونکي به ډېر ژر پوهنې وزارت ته د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ۳۰ کلیزې په لمانځغونډه کې د ګډون په موخه معرفي شي.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم د دولتي او خصوصي ښوونځیو استعداد لرونکي زده کوونکي ستایل شوي دي.




t