د ماشومانو نړیواله ورځ؛ ۴ میلیونه افغان ماشومان درس نه محروم دي

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ ۴ میلیونه افغان ماشومان درس نه محروم دي

د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې ۴ میلیونه افغان ماشومانو د زده کړو له حقه محروم دي.

د وزارت یوه چارواکي نجیب الله اخلاقي ویلي، چې سربیره پردې تر ۶ میلیونو پورې افغان ماشومان له بد ټولنیز، امنیتي او روغتیایي وضعیت سره مخ دي.

  پوهنې وزارت بیا ویلي، چې په ۲۰ ولایتونو کې یو شمیر ښوونځي د امنیتي ننګونو له کبله تړلي دي.




t