خوست: د ماشومانو د حقونو په اړه ورکشاپ پیل شو

خوست: د ماشومانو د حقونو په اړه ورکشاپ پیل شو

په خوست کې د ماشومانو د محافظت شبکې یا CPAN اړونده ۱۲ ادارو ته د ماشومانو د حقونو ددفاع، ماشومانو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ماشومانو اړوند قضایاوو د رسېدنې په موخه ۱۵ ورځنی سېمېنار پرانېستل شو.
دا سیمنار چې د ملګرو ملتونو د یونیسف UNICEF ادارې د جنوب شرق د مسوولینو له لورې په کار اچول شویدی، په مراسمو کې یې خوست والي محمد حلیم فدايي وویل چې د سږ کال په جریان کې تر اوسه د ماشومانو ۲۴۸ مختلفو قضایاوو ته د ټولنیزو تامیناتو مدیریت همکارانو او اجتماعي کارمندانو پواسطه رسیده ګي شوې ده او تر عدلي او قضایې ارګانونو د دوی جریانونه تعقیب شوي او ګزارش شوي دي.
خوست والي زیاته کړه ۱۶۹ تنه ماشومان چې زړونه یې سوري وو، سرې میاشتې سره د تفاهمنامې په اساس مرکز کابل ته لېږل شوي دي، په همدې ډول ۳۴ تنه چې فلج وو مرکز کابل ته د تداوۍ په پار لیږل شوي دي.
هغه وویل چې په اصلاح مرکز کې د ۳۲ محجوزو ماشومانو له حالاتو وخت پر وخت نظارت ترسره شوی دی او د عدلي او قضایې جریانونو د ګړندیتوب په پار یې له عدلي او قضایي دوایرو سره تعقیب ترسره شوی دی او د تعقیب فورمې یې خانه پوري ترسره شوي ده؛ په همدې ډول یې له حقه حقوقو څخه په تحقیقاتي اومحاکماتي جریانونو کې دفاع ترسره شوي ده.
د کار او ټولنیزو چارو رئیس ښاغلي احسان ځدراڼ وویل چې ۸۵ سوالګر ماشومان سروې شوي او ډېټابېس شوي دي.
هغه زیاته کړه ۳ نفره ماشومان چې ورک شوي او یا هم له کورنیو تښتیدلي وو، د خپلو کورنیو سره مدغم شوي دي.
ځدراڼ وویل د ترافیکي پېښو څخه ۴۲ متضرره ماشومانو قضایاوو ته رسیده ګي شوي ده او د اړوندو اداراتو سره تر اخره تعقیب شوي دي.
مسولینو وویل چې د جنګي حالاتو له ۵۴ متضررو ماشومانو سره د اړتیا وړ مرستې شوي او د دوی قضایاوو ته په جدیت رسیده ګي شوي ده؛ په همدې ډول د نظامي ځواکونو سره په جنګي حالاتو کې د ماشومانو د ساتنې او مصونیت لپاره متواترې ناستې ترسره شوي دي.




t