ټیسټ لوبه: افغان ملي ټيم لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۸ منډې جوړې کړې

ټیسټ لوبه: افغان ملي ټيم لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۸ منډې جوړې کړې

د افغانستان او ویسټنډیز ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبې دویمه ورځ هم پای ته ورسیده.

افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۵۸ منډې وکړې. په داسې حال کې چې ویسټنډیز لومړۍ پاڼۍ کې ۱۶۸ منډې جوړې کړې، یعنې لس منډې افغان لوبډله شاته پاته شوه.

جاوید احمدي د افغانستان لپاره تر ټولو ښې یعنې ۵۶ منډې جوړې کړې.

په توپ اچوونه کې ویسټنډيزي جومیل واریکنز ۵ او رهکیم کارنوال ۴ لوبغاړي وسوځول.

ورپسې ویسټینډیز دویمه پاڼۍ هم پيل کړې ده، دویمه پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې لري او ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي.

د ویسټنډیز لپاره سونیل امبریس ۶۶ او روسټن چېس ۵۷ منډې کړي.

تر اوسه افغان سپینر توپ اچوونکي حمزه هوتک ۳ او ورسره ضیاالرحمن اکبر ۲ لوبغاړي سوځولي.



خبرونه لوبه ویسټنډیز ټیسټ
t