د ختیځ بیړني عملیاتي مرکز د همغږۍ ناسته وکړه

د ختیځ بیړني عملیاتي مرکز د همغږۍ ناسته وکړه

د ننګرهار عامې روغتيا رياست کتلوي معافيت امريت په کوربتوب د ختیځ زون مسئولینو بېړنۍ ناسته وکړه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، ددې ولايت عامې روغتيا کتلوي معافيت امريت په کوربتوب په ختيځ حوزه کې د بېړنۍ عملياتي مرکز د همغږۍ ګډه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د روټين واکسيناسيون پروګرام د پوښښ او خدماتو ښه والي په موخه خبرې اترې، بحثونه او پرېکړې تر سره شوې.

د يادې ناستې پر مهال د BPHS او EPHS تطبيق کوونکو ادارو مسئولينو د کارونو ښه والي او همغږۍ برخه کې يو شمېر ژمنې وکړې او د همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.

سرچینه وايي، د بيړني عملياتي مرکز مشر ډاکتر نجيب الله کاموال او د کتلوي معافيت امر ډاکتر جان محمد صاحبزاده د کورنيو او بهرنيو ادارو پر همکارانو او نورو مسئولينو غږ وکړ، چې د واکسيناسيون خدماتو په رسونې او کيفيت ته د پآملرنې په برخه کې خپلو همکاريو ته لا ښه دوام ورکړي، چې مسئولينو له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.



خبرونه عملیاتي مرکز بیړنۍ ناسته
t