نور محمد تره کی چا او څنګه یې وواژه؟

نور محمد تره کی چا او څنګه یې وواژه؟

“که څه هم پر کال ۱۳۵۷ د غوایي پر اومه د خلق دیموکراتیک ګوند د ځینو مشرانو او غړو په سلا او مشوره په سردار محمد داود خان نظامي کوتا وشوه او د افغانستان ولسمشر سردار محمد داود خان او د کورنۍ ټول غړي یې د کوتا په ترڅ کې په ارګ کې شهیدان او تر کودتا وروسته په مرموز ډول په ډلیز ډول پرته له جنازې او کوم خبر تر خاورو لاندې شول خو د ثور تر کودتا وروسته په خپله د خلق دیموکراتیک ګوند په منځ کې هم د ځینو مشرانو د ځان غوښتنو او تربګنۍ له امله د اختلاف ژور درزونه راپیدا شول په لومړي سر کې تړون وویشتل شو او د حفظ الله امین د نیولو او ترور لړۍ هم پیل شوه دا چې ددغو اختلافاتو تر شا څه لاملونه وو دا یو لوی پېجلی او ناراسپړل شوی تاریخي بحث دی چې تر اوسه د حلق د دیموکراتیک ګوند د غړو او مشرانو له خوا نه دی سپین شوی او څېړل غواړي.
دا دی کلونه وروسته ورو ورو ځینې حقیقتونه رابرسیره کیږي.
که څه هم په څرګند ډول د خلق د دیموکراتیک ګوند مشر او د افغانستان د انقلابي دولت ریس او عمومي منشي نور محمد تره کی د ۱۳۵۸ کال د وږي پر ۲۵ نېټه د یوې غلې او ارامې سپینې کودتا په ترڅ کې له مخې لېرې کړل شو او د کورنۍ ټول غړي یې چې مېرمن ‘ وروڼه او ورېرونه یې وو ټول د ارګ له حرمسرای نه د کوټې کول په نوم د صدارت ماڼۍ نظارت خونې ته ولېږدول شول د کور نرس یا نرسه یې ونیول شوه / شو. او دوه ځانګړي ټوپکوال ساتونکي ( یاوران) یې چې ببرک او قاسم نومېدل هم په دې پلمه چې ګوندې پر تړون د ډزو په تور تاسو محکمې ته بیول کېږئ ونیول شول او بیا د وروستیو شاهدانو په تور ژر تر ژر تړلي لاسونه او سترګې پلګون ته یوړل شول او د ښایسته خان نومي صاحبمنصب چې د مخابرې امر و پر سر وویشتل او دواړه یې ووژل.
خو په همدې ورځ د انس ورځپاڼې په ګڼه ( ۱۴۸۶۶) کال ( ۱۳۵۸ / وږې /۲۵) خبر خپور شو چې ( پلنیوم د خلق دیموکراتیک ګوند د مرکزي کویټې غړو او کومیټې د سیاسي منشي ډاکټر شاولي تر مشرۍ لاندې د سهار له نهو د غرمې تر یوې نیمې بجې پورې ځانګړې فوق العاده غونډه وکړه او د خلق د دیموکراتیک ګوند او د انقلابي شورا د مشر نور محمد تره کي په هغه غوښتنه ( استعفاء) یې بحث وکړ چې د صحت د خرابوالي له امله نه شي کولای چې د خلق دیموکراتیک ګوند رهبري وکړي نو پر همدې بنسټ تر غور او بحث وروسته د تره کي غوښتنه په اتفاق سره ومنل شوه او پر ځای یې د مرکزي کومیټې سیاسي مشر او لومړی وزیر حفظ الله آمین د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.
خو بیا د وږې له ۲۵ نېټې د تلې تر ۱۸ نېټې کابو ۲۳ ورځې د نور محمد تره کي خبر او ذکر چېرته ونه شو خو بیا هم د تلې پر اتلسمه نېټه د انیس د دولتي ورځپاڼې په اتم مخ کې یو ډېر عادي او کوچنی خبر خپور شو چې ګوند نور محمد تره کی د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن ومړ او جنازه یې په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه..
پورتني مستند فلم کې تاسو هغه جریان ګورئ چې پر کال ۱۳۵۸ د سلواغې پر ۲۴ شتمه نېټه د حفیظ الله آمین تر ترور وروسته د تره کي د قتل په تور د نور محمد تره کي له دریو قاتلانو نه یو قاتل چې د دفاا وزارت د مخابرې آمر و د عبدالودود په نوم د تره کي د وژل کېدو جریان د څارنوالۍ مستنطقینو ته وایي:
هغه وایي چې موږ درې کسان تره کي ته واستول شو چې یو زه بل روزي او دریم اقبال و.
دود وایي چې د شپې اونيمې یا اته بجې به وې چې د ګارد قومندان جانداد وغوښتل او د تره کي د ترور او وژل کېدو پلان یې راکړ او ویل یې چې دا د سیاسي بیرو د مشرانو پرېکړه ده او موږ یې باید عملي کړو ‘ ودود وایي چې ما وړاندیز وکړ چې تره کی د وژلو پر ځای ولې روسې ته نه لېږو خو وایي چې جانداد جواب راکړ چې روسانو ته ویل شوي دي او هغوی رد کړی دی له اوږدې کیسې او جریان نه وروسته وایي چې موږ کوتي باغچې ته ولاړو تره کی په دویم پوړ کې و ودود وایي چې زه او اقبال لاندې ودرېدو او روزې پورته ورغلو او تره کي ته یې وویل چې ورسره لاندې راښکته شي ودود وایي چې تره کې لاندې راغلو او هلته د زینو سره څنګ کې د یوه نفر خدمت وړه کوټه یوه چې یو وړوکی چپرکټ په کې پروت و وایي زوري ورته وویل چې دلته څمله ودود وایي تره کي خپل جب نه د ګوند کارت راوویست او روزي ته یې وویل چې زما دا کارت ملګري آمین ته ورکړه.
ودود وايي تره کی پو شو چې دوی مې وژني نو وایي شونډې او حلق یې وچ شو نو غږ یې وکړ چې لږې اوبه راکړئ ودود وایي زه په اوبو پسې بیرون ووتم خو کلاس مې نږدې چیرې پیدا نه کړ چې بېرته راغلم ګورم چې تره کی پر چپرکټ پروت دی روزي یې لاسونه پر روجایي تر شا کلک تړلي دي او بالښت یې ورته پر خوله یښی او دپاسه پرې پروت دی اقبال یې پښې کلکې کړې وې ودود وایي چې تر لس پینځلس دقیقو وروسته تره کي نه سا ووته او موږ په هماغه موټر کې چې موږ ته راکړل شوی و د تره کي جسد وواچولو او د جنګي دروازې له لورې د کابل ولایت پر لاره د سالنګ واټ پر لورې ولاړو او په قول آبچکان کې چې وار دمخه قبر کیندل شوی و او پهره دار پرې ولاړ و هملته مو خښ کړ او اړوندو څانګو ته مو د خپلو اجرأتو ډاډ او خبر ورکړ.
ودود دا هم وایی چې کله تره کي اوبه وغوښتلې نو ما اقبال ته وویل چې اوبه ورته راوړي خو روزي وویل چې اوبه ورته مه راوړئ نو ځکه زه ولاړم او فکر کوم چې دلته ځان بې ګنا ښودل غواړي.
روزي د ګارد سیاسي امر و او رتبه یې لومړی بریدمن و او اقبال د ګارد د کشف امر و چې بیا وایی د ګارد د کام امر شو او رتبه یې لومړی بریدمن وه”.

اجمل اټک یوسفزی



تاریخي تره کي وژنه معلوماتي
t