زمبابوې کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ نښته شوې

زمبابوې کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ نښته شوې

د زمبابوې د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ نښته رامنځ ته شوې ده، خو پولیس توانیدلي چې د اوښکې بهوونکي ګازو په وسیله لاریون کوونکي سره وپاشي. د اپوزیسیون د پلویانو لاریون هغه وخت په تاوتریخولي واوښت چې دولت (دموکراتیک بدلون) ګوند ته په هراره کې د لاریون اجازه ورنه کړه. ددغه ګوند ویاند دانیل مولوکله وایي، ډېری لاریون کوونکي د پولیسو له لوري وهل شوي او ټپیان شوي دي. د زمبابوې پخوانی ولسمشر رابرت موګابې دوه کاله وړاندې د لاریون کوونکو له سختو فشارونو وروسته له دندې لرې شو چې پر ځای یې «امرسون منانگاگوا» قدرت ته ورسېد. ده له خلکو سره په اقتصادي او پراختیایي برخه کې ګڼې ژمنې وکړي، خو لا تر اوسه په دغه څه بریالی شوی نه دی. په زمبابوې کې د بې روزګارۍ کچه ۹۰ سلنې ته رسېدلې ده او خلک یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.




t