د لیبیا اوبو کې کښتۍ ډوبه شوې، ۶۷ غیر قانوني کډوال مړه شوي

د لیبیا اوبو کې کښتۍ ډوبه شوې، ۶۷ غیر قانوني کډوال مړه شوي

د لیبیا په اوبو کې د غیر قانوني کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې ۶۷ تنه پکې مړه شوي دي. عربي القدس ورځپاڼه وایي، کښتۍ د طرابلس په سواحلو کې ډوبه شوې ده، خو ځایي کب نیوونکي توانېدلي چې د کښتۍ ۳۰ تنه سپرلۍ وژغوري. د کډوالۍ نړیواله اداره وایي، د روان مېلادي کال له پیله بیا تر اوسه د مدیترانې په اوبو کې لږ تر لږه ۵۷۸ غیر قانوني کډوال ډوب شوي دي.




t