کندوز: د ۱۱۰ میلیونه افغانیو پروژې پیلیږي

کندوز: د ۱۱۰ میلیونه افغانیو پروژې پیلیږي

لیتکا په کندوز ولایت کې د ۱۱۰ میلیونه افغانۍ په ارزښت پروژې پلې کوي.
نن په همدې موخه د ښې حکومتولی ترعنوان لاندې یو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو چې پکې د کندوز ولایت محلي ادارې مسوولینو، ولایتي شورا غړو، مخورو ګډون کړی وو او ددې پروژې په رابطه مالومات له خلکو سره شریک شول.
په دې ورکشاپ کې مدیریت، ښې حکومتولی او د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتوالي اړوند برخوکې ګډونوالوته شپږ ورځينۍ روزنه ورکړل شوه.
د کندوز والي عبدالجبار نعیمي یاده پروژه د سرحدي سیمو اوسیدونکو د اقتصادي ودې په موخه د افغان تاجک په ګډه پوله تطبیق کیږي چې ګڼ شمېرکسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د ښاغلي نعیمي په وینا د کندوز ولایت رهبرۍ تل دا هڅه کوي چې بې وزلۍ ورکه شي او خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شي او ټينګار کوي چې ددې پروژې په ښه تطبیق کې به له شته امکاناتو ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده ددې پروژې له لارې به د کورنیو اقتصادي ودې په موخه د میرمنو لپاره د خیاطۍ، کرنې، ګل دوزۍ او نورو برخو کې هم د پام وړ پروګرامه طبیق شي چې لاهم په ځينو برخوکې دوام لري.




t