د ويکيليکس مشر: ما امريکا ته مه مستردوﺉ!

د ويکيليکس مشر: ما امريکا ته مه مستردوﺉ!

د پټو رازونو د افشا کونکي تر ټولو مخکښي ويب پاڼي (ويکليکس) بنسټګر جوليان آسانژ وايي، آمريکا ته خپل مستردېدل نه قبلوي.

جوليان آسانژ د لندن يوې محکمې ته د خپل مستردېدو اړوند وويل: “زه نه غواړم د خپلو هغو خبري فعاليتونو په خاطر چي ډېر وستايل سول، بيرته آمريکا ته په مستردېدو خپل تن وبايلم.”

د پټو رازونو دغه ٤٧ کلن افشاګر او سپړونکی په آمريکا کي د مهمو اطلاعاتو په سرقت او هکولو متهم سو، چي اوسمهال د لندن بلمارش زندان کي زنداني دی.

امريکايي چارواکو ويلي، چي جوليان آسانژ په ٢٠١٠م کال کي د آمريکا دفاع وزارت په زرګونو پټ اسناد هک کړي دي.

جوليان آسانژ لندن کي له اکواډور سفارته برتانيا کي پناه غوښتل، چي د روان مېلادي کال د فبرورۍ پر ٢٢مه يې پناه غوښتنه لغوه سوه او نوموړی د لندن د پوليسو لخوا تر نيولو وروسته بلمارش زندان ته انتقال سو.


ساينس او ټکنالوژي سيمه او نړۍ

تبصره وکړئ

avatar
t