له حرمه تر حرامه – لومړۍ برخه

له حرمه تر حرامه – لومړۍ برخه

 

الحمد الله الذی شرف نوع الانسان ،و فضله علی جمیع الحیوانات بنعمتی النطق والبیان، و احمد حمدا دایماً ابداً بحق الانسان والصلْوة و السلام علی خیر خلقه المخصوص بالایات البینات کل البیان، و علی آله و صحبه صلاة وسلام یدومان مادام المسلمون و یبقیان فی کل زمان و اوان .
د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د هجرت ريښتنې کيسې مې کتابونو کې لوستلي له علماو مې اورېدلي
کله ناکله مې ذهن کې دا خبره راګرځېده چې کاشکې مې هغه لارې په خپلو سترګو ليدلې وای چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پرې هجرت کړی وو
ورو ورو مې دغه تلوسه ډېرېده او زما د ژوند په يو ستر آرمان بدلېده
خپلو نږدې دوستانو سره مې پرې مشورې وکړې
ځينو به له تمسخره ډکه خندا وکړه
ویل به یې ته لیونی شوی یې ځينو به بيا ويل امکان نه لري
د سعودي حکومت اجازه نه درکوي
هغوی دا کار بدعت ګڼي
خو زما ذهن دا خبرې نه منلې، رب المنان دې دا توان نه راکوي چې زه دې بدعت وکړم، زه غواړم د خپلې سپېڅلې مينې پر بنسټ هغه ځايونه په مَړو سترګو وګورم چې زما جانان پرې قدمونه ايښي
خو بيا هم د دوستانو خبرو د اندېښنو په سمندر لاهو کړی وم
چې د سعودي دولت به د مکې نه تر مدينې د پلي تګ اجازه راکړي او که نه
څو ځلې مې په دې هکله د استخارې لمونځونه وکړل
هر ځل به له مثبت غبرګون سره مخ کېدم
ډېر ښه او ښکلي خوبونه به مې ليدل رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به د حال په ژبه دعوتونه راکول
ځينو کسانو به ډارولم
ويل به يې لاره کې وحشي بيزوګان دي
د بدوانو په نامه خطرناکه غله دي
ګرمي ده، ولږه او تنده ده‌
خو زما اراده غښتلې وه او له دې عواقبو نه ډارېدم
بلاخره د دغه سپېڅلي سفر نېټه راورسېده پاسپورت مې څو ورځې وړاندې د نوي سعدي شرکت مسولينو ته سپارلی و.
«د يو شمېر دوستانو په غوښتنه دا لړۍ ادامه لري»

عرفات پردېس



اسلام له حرمه تر حرمه لیکنه
t