ننګرهار ګمرک تیره میاشت نږدې ۲ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

ننګرهار ګمرک تیره میاشت نږدې ۲ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

چارواکي وایي، د ننګرهار ګمرک تېره میاشت نږدې ۲ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي چې په تاریخ کې دا بې ساری ارقام دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي، د دې ولایت د ګمرک رئیس احمد نوید بشریار وایي، د تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ګمرک ریاست له لورې په یوه میاشت کې تر ټولو لوړ عواید نږدې ۲ میلیارده افغانۍ را ټول شوي دي.

هغه زیاتوي، د لړم په میاشت کې یو میلیار اته سوه یودیرش میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي او د دولت خزاني ته یې تحویل کړي دي.

سرچينه زياتوي؛ نوموړي د عوایدو د لوړیدو لامل د چارو ښه مدیریت، د فساد کچې ټیټوالی، په ګمرکي چارو کې د زورواکو د لاسوهنې مخنیوی، د شعباتو تر منځ ښه همغږي او سوداګرو ته قانوني سهولتونه برابرول په ګوته کړل .



خبرونه، افغانستان، ګمرک، عواید
t