ټاکنو کمېسیون: ډېر ژر به لومړنۍ پایلې اعلان شي

ټاکنو کمېسیون: ډېر ژر به لومړنۍ پایلې اعلان شي

د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې به تر شنبې ورځې د رایو بیاشمېرنې بهیر پای ته ورسیږي.

ټاکنو کمیسیون وايي تر راتلونکې شنبې به په  ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنه او تفتیش پای ته  ورسیږي او ۷ نورو کې به هم ژر پیل شي .

خو ټاکنیزو سرغړونو په تور شکایاتو کمیسیون ته د ټاکنو کمیسیون د معرفي شویو کارکوونکي شمیر لا نه دی مالوم .

ټاکنو کمیسیون تیره ورځ خپل هغه کارکوونکي  چې په تخطۍ تورن و شکایتونو کمیسیون ته معرفي کړي .

ځینې ټاکنیز ټيمونه  له ټاکنو کمیسیون غواړي چې نوره دغه پروسه اوږده نه کړي او د خپلو طرزالعملونو پر اساس لومړنۍ پایلې له ولس سره شریکې کړي.

ټاکنو کمیسیون بیا وايي هڅې یې پیل کړي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ژر اعلان کړي او تر ډيره یې کارونه هم مخکې تللي دي .

حبیب الرحمان ننګ وايي په هغو ولایتونو کې چې د بیا شمیرنې لړۍ روانه ده تر شنبې به په پایته ورسیږي او په هغو ۷ ولایتونو کې یې چې دفترونه تړل شوي ډیر ژر به پکې د بیا شمیرنې بهیر پیل شي .

د ټاکنو کمیسیون مشرې ویلي چې هغه کاروونکي یې شکایاتو کمیسیون ته معرفي کړي چې په ټاکنیزو تخلفونو او تخطیو تورن و خو د دغو کسانو د شمیر په اړه کمیسیون مالومات نه لري .

خو شکایتونو کمیسیون بیا ویلي چې د قانون له مخې ټاکنو کمیسیون مکلف دی چې ددغو تورنو کسانو دوسیې خپله وڅيړي او قضايي اورګانوته یې معرفي کړي .

 




t