غزل – سردار ولي ساپی

غزل – سردار ولي ساپی

چــاپـېر درنه د ښـکلـو، لوی لښکــــر دی پري ذاتې
لمن کې دې سپوږمۍ،غیږکې دې لمر دی پري ذاتې

دا لار لکــه د ستــورو،کهکشــان ده ته يې مـله يې
دا ژوند لکـــه د ســتـړو،لــوی سـفــر دی پري ذاتې

ښيګڼې د لمــر مخو،به مې ژوند لا څه بدل کړي؟
زمـــا د ارمــانـونـو،حـــاکــــم بــر دی پري ذاتـــې

همــدا خـلک چې جنګ،بدناموي د همدو جنګ دی
او ستــا هم په همــدې خـلکو،نظـــر دی پري ذاتې

خــبرې مې هم ســمې،لکه ستـا داسـې ترخې دي
او زړه نه مې هم ســتا،زړګي ته ور دی پري ذاتې

دا څــومره ليوني دې،تش کتلــو پسې مـــړه دي
په ستـرګو کې دې څومره،لـوی هُنر دی پري ذاتې

“ساپی” چې چــرته ځمه،نو قـدم ستا تر وره ځي
په مــا باندې دې کــړی،څــه منــتر دی پري ذاتې



خم پرې ذاتې، غزل، ساپی
t