ټرمپ په لوګر کې رانسکورې شوي چورلکه کې د وژل شویو پوځيانو درناوي ته ولاړ

ټرمپ په لوګر کې رانسکورې شوي چورلکه کې د وژل شویو پوځيانو درناوي ته ولاړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په ډوور هوايي اډه کې د هغو دوه امریکايي پوځیانو د مړو درناوي ته لاړ، چې تېره اوونۍ په لوګر ولایت کې د هلیکوپترې د نسکوریدو په پېښه کې ووژل شول.

له ټرمپ سره د نوموړي میرمن میلانیا ټرمپ، د لوی درستیزانو کمیټې رییس او د ملي امنیت سلاکار ملتیا کوله.

ټرمپ د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره هم ولیدل. دغه دوه پوځیان د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سیمه کې د پوځي عملیاتو پرمهال د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ووژل شول.




t