په ۲۲ ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنه پای ته رسیدلې

په ۲۲ ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنه پای ته رسیدلې

د ټاکنو خپلواک کمیسون سرچینو په ۲۲ ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د بیا شمیرنې د بهیر د پای ته رسیدو خبر ورکړی.

د کمیسون یوه ویاند ویلي، چې کاپیسا، پروان، غزني، پکتیا، کونړ، نورستان، زابل، غور، دایکندي، سمنگان، فراه، کندوز، هرات، لوگر، بادغیس، ارزگان، بامیان، لغمان، میدان وردک، بلخ، او نیمروز کې یاد شوی بهیر بشپړ شوی.

سرچینې دغه راز په هلمند، کندهار، پکتیکا، خوست، کابل او ننگرهار کې د دغه بهیر د زر پای ته رسیدو خبر ورکړی.

کمیسون هیله من دی، چې زر په ټولو ولایتونو کې دا پروسه بشپړه او دوی د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.




t