ارګ: د امنیتي ځواکونو لګښتونه ۵۰ سلنه کموو

ارګ: د امنیتي ځواکونو لګښتونه ۵۰ سلنه کموو

ولسشمریزې ماڼۍ پر داسې طرحې د کار خبر ورکړی، چې له مخې یې په راتلونکو ۵ کلونو کې د امنیتي ځواکونو لګښتونه ۵۰ سلنه کمیږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه خبري ناسته کې نن ویلي، چې د طرحې له  مخې به په راتلونکي هر کال کې دغه لګښتونه ۱۰ سلنه کم شي.

د صدیقي په وینا د لګښتونو کمی به په ناضروري برخه کې راځي او هڅه کیږي، چې پر امنیتي ځواکونو منفي اغیز ونه شي.

د ارګ ویاند د بیلګې په ډول په امنیتي مرکزونو کې د بریښنا فعالول یاد کړي، چې اوس د جنراتورونو په وسیله فعاله شوې او نور به له بریښنا شرکت څخه بریښنا ورکړل شي.




t