د ننګرهار والي د سپین غر ولسوالۍ د خلکو ستونزې د حل په موخه واوریدې

د ننګرهار والي د سپین غر ولسوالۍ د خلکو ستونزې د حل په موخه واوریدې

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د لیندۍ په لومړۍ د جلال اباد ښاروالۍ په میلمستون کې د یوې لیدنې پر مهال د سپین غر ولسوالۍ د خلکو ستونزې د حل په موخه په داسې حال کې واوریدې چې د ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري هم شتون درلود.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ليکلي؛ د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو حاجي ملک عثمان او ملک زړه ور خان د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال ننګرهار والي ته د ولسمشر له لوري د امین لقب او په ننګرهار کې د داعش د ماتي مبارکۍ ورکړ .

دوی سپین غر ولسوالۍ ته د نورو ولسوالیو په څیر د زراعت،پوهنې،روغتیا،سړکونو او نورو پرمختیايي برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه .

قومی مشرانو ننګرهار والي ته ډاډ ورکړل چې پخپلو سیمو کې داعش او وسلوال مخالفینو ته ځای نه ورکوي او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ د انکشافی او زراعتی پروژو د امنیت په ټینګښت کې مرسته کوي.

سرچينه زياتوي؛ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل دې ولایت ته د نوموړي د ماموریت پر مهال د ولسمشر د څلورم سفر په اړه مالومات شریک کړل او زیاته یې کړه،ډیر ژر به په دې ولایت کې څلور لویې پروژو پلې کېدو ته په ملي بودیجه ځآی ورکړل شي.

نوموړي د مشرانو څخه مننه وکړه ،چې د ولسمشر له لوري هغه ته یې د آمین د لقب مبارکي تر څنګ د امنیتی ارګانونو سره د ملاتړ ډاډ ورکړ.

هغه د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ ، چې د نورو ولسوالیو په څیر به ورته په بېلابېلو برخو کې پاملرنه وکړي او په دې اړه به اړونده ریاستونو ته رسمي سپارښتنې وکړي .



خبرونه، ننګرهار، خلکو سره ليدنه
t