د ننګرهار کانال بوسو کې ۱۲ ټنه یوریا اچوي

د ننګرهار کانال بوسو کې ۱۲ ټنه یوریا اچوي

د ننګرهار ولایت وادي کرنیز شرکت یا کانال ادارې اړوند د مالدارۍ امریت له لورې د مالدارۍ لپاره د ژمني موسم خوراکې برابرولو په موخه په بوسو کې د ۱۲ ټنه یوریا د زیاتولو پروسه پیل شوه .
د مالوماتو له مخې د یوریا په زیاتیدو سره د بوسو پروټین له اوو څخه څوارلس سلنه ته لوړیږي چې د خوراک له امله یې د حیواناتو د روغتیا ترڅنګ په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راځي .
د یادونې وړده چې له کالونو خنډ وروسته د ننګرهار کانال اداره کې د مالدارۍ برخې حاصلاتو لوړیدو په موخه په خوراکه کې د بوسو سره یوریا هم زیاتیږي.




t