غزل/ احسان الله درمل

غزل/ احسان الله درمل

ستړی په ژړا شو ډېر له تورو او له زغرو ژوند
ځئ چې نوره تېر کړو لکه زاڼې په سندرو ژوند

کړئ له جنګ وهلیو زړونو کرکې او کینې صیقل
واړوئ پر سپینو آیېنو د دې ډبرو ژوند

راشه چې پخولا شو او ازاد کړو دا قیدي مارغان
بند وي د عقدو په ول ول دام د مرورو ژوند

څه مانا د باز په څېر د بل په وینو سرې نوکې؟
خوند کا بې ازاره د ګنبدو د کوترو ژوند

توی پر خاورو ښه دی لکه اوښکې چې اختیار خپل وي
نه د بل پر غاړه اویزان د مرغلرو ژوند

دروند به سپک فطرت نشي په تخت او په مقام د چا
څه که غبار تېر کړ د بادونو پر وزرو ژوند؟

ستوري هم روښان شول چې د لمر لمن یې ونیوه
بویه چې وړو ته شي درمله درس د سترو ژوند

#سوله




تبصره وکړئ

avatar
t