هند کې توپان؛ خلکو ته يې زيانونه اړولي

هند کې توپان؛ خلکو ته يې زيانونه اړولي

هند کې سمندري توپان راغلی دی چې خلکو ته يې ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، د فاني په نوم دغه توپان د هند اوډيشا ايالت ته رسېدلی دی چې ډېری ويجاړۍ يې رامنځته کړي دي.

مخکې له دې چې توپان سيمې ته ورسيږي يو ميليون کسانو خپلې مېنې پرېښي دي.

د فاني سمندري توپان د هند په سمندرګي کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر توپان ګڼل کېږي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلې دغه توپان نن د دغه هېواد اوډیشا ایالت ته رسېدلی دی، چې سخت باد ورسره مل دی.




تبصره وکړئ

avatar
t