د اوکرایین ولسمشرولادیمیر زیلنسکي

د اوکرایین ولسمشرولادیمیر زیلنسکي

«بشریت تر اوسه داسې کلمات نه دي موندلي، چې د جوزف ستالین د واکمنۍ پر مهال د قحطۍ له امله د اوکراین پر خلکو تېر شوی مصیبت بیان کړي!»

د څېړونکو په باور، پر۱۹۳۰ کال، د ناسمو پالیسیو له امله، له ۳ تر ۷ میلیونه وګړي د لوږې ښامارله ستوني تېر کړل!

پوښتنه داده، چې آیا د اوکرایني ملت پر سرنوشت د پخوانیو اربابي، ارباب رعیتي او فیوډالۍ- کولاکي، نظامونو استبدادي واک، له امله پېښو شوېو لوږو- قحطیو به آیا دومره شمېر وګړي د مرګ کندې ته غورځولي وي که نه!؟

نو اجازه راکړئ، چې ووایم، ایدیالوجي ذهني دوزخ دی! ایدیالوجي فرد خوړونکې بلا ده. او ایدیالوجي مسخه شوی عقل دی!

په هر حال شخصي نظر یې وګڼئ او که دا نظر پر کوم دوست، یار، ملګري ښه نه لګېږي، هغه دې نه لیدلی وګڼي!

ایدیالوژیک او ذهن باوري نظامونه، د وګړو شخصي ژوند او ازادي د دوو څیزونو خوراک ګرځوي:

مادي- ټولنیز شراکت او برابري!

ذهني- اخلاقي شراکت او یو شان والی!

دا بره هم د اوکراین د ۱۹۳۰ کال د قحطۍ، چې (هولدومور) په نوم نومول شوې، څو عکسونه

وفا سمندر



اوکراین بیلابیل سمندر
t